ژبه

د ملي اردو يوه سرتېري دوه امريکايي سرتېري ټپيان کړل

کابل ( پژواک، ٢٧ زمرى ٩١ ) : دافغان ځواکونو لخوا پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ تونده شوې او نن په دويمه ورته پېښه کې د ملي اردو يوه سرتېري پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې او دوه يې ټپيان کړل.

دا پېښه نن د زمري په ٢٧مه، د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې او دوه سرتېري يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه ،چې د ملي اردو دغه سرتېرى په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې نن سهار يوه سيمه ييز پوليس دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې او دوه سرتېري يې ووژل.

امنيتي سرچينې وايي ، چې دغه پوليس هم په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې دا ډول پېښې زياتې شوې دي، په تېرو دوو اوونيو کې دا   اتم بريد دى، چې ترسره کېږي.

تېره اوونۍ د هلمند ولايت په دوو پېښو کې شپږ امريکايي سرتېري ووژل شول، دغه راز په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم تېره اونۍ پر بهرنيو سرتېرو ډزې شوې دي .

ياد امريکايي سرتېري په داسې حال کې وژل شوي، چې تېره ورځ په کندهار ولايت کې د يوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې هم اووه امريکايي سرتېري ووژل شول.

د خپرو شويو راپورونو له مخې،د روان زېږديز کال په اوږدو کې د افغان ملي ځواکونو په يونيفورم کې د وسلوالو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ٢٩ بريدونه شوي ، چې له امله يې ٣٩ بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.