کندهار (پژواک ٣٠ زمرى ٩١): له پاکستان هېواد سره پر پوله پرته د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې حکومتي چارواکو نا امني بهانه نيولې او د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې يې دغې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
دغه خلک وايي، چې په معروف ولسوالۍ يو متر سړک نه دى پوخ شوى، ښوونځي او ان د ولسوالۍ مرکز ودانۍ نه لري، روغتيايي اسانتياوې نشته او د خلکو ژوند له هره اړخه په ټپه ولاړ دى.
د کندهار د معروف ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالغفور خان د دغې ولسوالۍ د ستونزو په اړه له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل: ((له تېرو لسو کلونو راهيسې په ولسوالۍ کې په داسې حال کې حکومت هېڅ راز کار نه دى کړى، چې امنيت يې تر ډېرو ولسواليو ښه دى.)
هغه زياته کړه، چارواکو نا امني پلمه نيولې، د دې لپاره چې د دغې ولسوالۍ د خلکو حق په نورو وخوري.
نوموړي يادونه وکړه، چې په ١٣٨٢ کال کې ولسمشر د دغې ولسوالۍ لپاره پوخ سړک، يوه لېسه او يو ١٢ بستريز روغتيايي مرکز منظور کړي، خو پوره لس کلونه کېږي چې همدا منظور شوي کارونه نه دي شوي.
هغه زياته کړه، قوي مشرانو په معروف ولسوالۍ کې په داسې حال کې ٢١ ښوونځي په دې وروستيو کې بېرته فعال ساتلي، چې هېڅ ودانۍ، کتابونه، قرطاسيه او نور مواد نه لري.
نوموړي د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه او ويې ويل: ((قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو په ډېرو قربانيو او کړاو ښوونځي پرانيستي ساتلي، خو حکومت ښوونکو ته پنځه مياشتې وروسته هم معاشونه نه شي رسولاى.)
دغه قومي مشر د معروف ولسوالۍ د امنيت په اړه وويل، چې که څه هم دغه سرحدي ولسوالۍ کې امنيت تر ډېره بريده ښه دى، خو ٢٠٠ پوليس ورته په هېڅ راز بسنه نه شي کولى.
هغه زياته کړه: ((معروف ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره په غرونو پوښلې اوږده پوله لري او مخالفين کولى شي له دغو لارو تېر او د حکومت ته سر خوږى جوړ کړي، په کار ده دغلته د امنيتي ځواکونو شمېر زيات شي.))
د حاجي نورمحمد په نوم يوه بل قومي مشر بيا نيوکه وکړه، چې حکومت په تېرو دوولسو کلونو کې نه يوازې دا چې دغې ولسولۍ ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې، بلکې د دغې ولسوالۍ حق يې په نورو خوړلى دى.
هغه وويل: ((د معروف ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ لپاره ودانۍ منظوره شوې وه، خو په ډنډ ولسوالۍ کې جوړه شوه، تش په دې پلمه چې په معروف کې امن نشته.))
د نوموړي په وينا، که خلک له دولت سره همکارۍ ته هڅوي، نو هغوى پوښتنه کوي، حکومت له هغوى سره څه کړي دي، چې حمايت يې وکړي.
دغه قومي مشر غوښتنه وکړه، چې دولت دې د دغې ولسوالۍ د خلکو لپاره يو څه وکړي، تر څو له خپل حکومت څخه واټن و نه نيسي.
د حاجي احمدشاه خان په نوم يوه بل قومي مشر بيا د پوهنې پر پخوانيو رييسانو نيوکه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې يې د دغې ولسوالۍ پر سر سوداګري کړې ده.
هغه پژواک ته وويل: ((د اوسني حکومت شاوخوا ١٢ کلونه تېرېږي، خو تر اوسه د دغې ولسوالۍ يو ښوونځى هم ودانۍ نه لري، له يوه کتاب څخه هم مهاله له ٥ تر ٦ زده کوونکو کار اخلي.))
نوموړي دغه راز نيوکه وکړه، چې د ولسوالۍ د سړک پر نقشه يوه شرکت ٤ سوه زره ډالر واخيستل، خو هغوى په خپله مخه لاړل.
دى وايي: ((موږ دې ته حيران يو، هغه مهال چې شرکت د سړک نقشه اخيسته نو امنيت خراب نه و، خو اوس چې بايد جوړ شي نا امني بهانه کوي، په داسې حال کې، چې تر ډېرو ولسواليو د دغې ولسوالۍ امنيت ښه دى.))
نوموړى دغه راز ولايتي چارواکي په بې پروايۍ هم تورن کړل او يې ويل، چې اړوند مسوولين په مياشتو مياشتو له دغې ولسوالۍ سره هيڅ راز اړيکه او د چارو په اړه معلومات نه لري.
د کندهار ولايت د پوهنې رييس شېراقا ساپي په دغې ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني، خو هغه وايي پنځه مياشتې کېږي، چې دغه ولايت د پوهنې د رييس په توګه راغلى.
هغه زياته کړه، په دې موده کې يې د دغې ولسوالۍ د زده کوونکو لپاره د اړتيا وړ کتابونه، قرطاسيه او نور توکي برابر شوي.
خو نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د دغې ولسوالۍ د ښوونځيو لپاره ودانۍ هم جوړوي.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې پر ځاى ګڼي او وايي، چې پوره دوولس کلونه دغې ولسوالۍ ته کار نه دى شوى.
هغه وويل، ډېر ژر به د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د پوهنې، روغتيا، او د کليو د پراختيا په برخه کې خدمات وړاندې شي.
د کندهار پر ولايتي ادارې له ډېره وخته نيوکه کېږي، چې د خدماتو پر وړاندې کولو کې انډول په پام کې نه ساتي، ځينو ولسواليو ته ډېره پاملرنه کېږي، خو ځينې يو مخ له پامه غورځولې وي.
معروف که څه د موقعيت له پلوه مهمه ولسوالۍ ګڼل کېږي او له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري، خو حکومت ورته هومره پاملرنه نه ده کړې، څومره چې ښايي.