ژبه

وسلوالو طالبانو د پنجوايي پوخ سړک په درېيو ساحو کې ويجاړ کړى

کندهار ښار ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) : د کندهار ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو طالبانو د  پنجوايي ولسوالۍ حلقوي قير شوى سړک په درېيو ساحو کې ويجاړ کړى دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وسلوالو طالبانو دا کار د اختر په شپه ترسره کړى دى.

هغه زياته کړه ،چې دغه حلقوي سړک تېر کال په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى،د سيمې له عينک سړک سره نښلول شوى او دغه سړک بيا ميوند ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.

د نوموړي په وينا، وسلوالو طالبانو د سيمې اوسېدونکي له کورونو ويستلي او بيا د ټراکټورونو، بېلچو او کلنګونو سره د سپيروان په بېلا بېلو سيمو کې يې په درېيو ساحو کې څو څو متره دغه سړک ويجاړ کړى دى.

ولسوال وويل، چې وسلوالو طالبانو  په ويجاړ شويو سيمو کې ماينونه هم خښ کړي وو، چې يو يې پ دوى پخپله چاودېدلى و، چې له امله يې يو طالب ووژل شو او دوه يې ټپيان شوي وو.

فضل محمد زياتوي ، چې نور ځاى پر ځاى شوي ماينونه د امنيتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ کړاى شوي دي.

ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د  ايساف نظامي مرکزونه په ياده سيمه کې شتون لري، بيا ولې طالبان په دغه کار بريالي شول، ولسوال وويل چې په دې سيمه کې د توتو ونې ډېرې دي او د ايساف د بالون کمرې نه دي توانيدلي، چې دا کار کشف کړي.

هغه زياته کړه ،چې له امنيتي ځواکونو سره يې په ګډه په دې اړه غوڼده کړې، څو په دې سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم د طالبانو لخوا د سړکونو ويجاړول تاييد کړل.

د حاجي محمد دين په نامه دسيمې يوه قومي مشر هم ومنله، چې وسلوالو طالبانو د سيمې پر اوسېدونکو په زوره د سړک ځينې برخې ويجاړې کړې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع