لښکرګاه (پژواک ٨ وږى ٩١): که څه هم وسلوال طالبان په هلمند کې له ١٧ عامو وګړو د سرونو غوڅول ردوي، خو د هلمند چارواکي وايي چې د دغو کسانو د وژلو امر د کجکي لپاره د طالبانو ولسوال ملا عبدالباري کړى و.
درې ورځې مخکې د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړى و، چې په روشن اباد سيمه کې وسلوالو طالبانو د دوو ښځو په ګډون له ١٧ عامو وګړو سرونه له دې امله پرې کړل، چې ګواکې د موسيقۍ پروګرام يې جوړ کړى و.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته ويلي وو، چې دوى دغه کار نه دى کړى او نه هم ترې خبر دي.
د هلمند د ولايت له خوا د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرې يكشنبې په ورځ د كجكي ولسوالۍ د روشن آباد په سيمه كې د دوو طالب قوماندانانو هر يوه ملا سيدګل او ملا ولي محمد ترمنځ د ښځو پر سر د شخړې په ترڅ ياد کسان وژل شوي وو.
سرچينې وايي: ((زموږ د كشفي او استخباراتي ادارو د هر اړخيزو معلوماتو له مخې، وروسته دا په ډاګه شوه چې په سيمه كې د يادو قوماندانانو ترمنځ د دوو ښځو پر سر شخړه رامنځته شوې وه.))
په خبرپانه کې راغلي، چې د سيمې خلك له دې موضوع خبر شوي او د دوى دواړو ترمنځ د ستونزې د هوارولو په خاطر يادو قوماندانانو ته ورغلي وو، چې قوماندانانو دغه خلک هم بنديان کړي وو.
سرچينه کاږي، په كجكي او موسى كلا ولسواليو كې د طالبانو نور قوماندانان له دې موضوع خبريږي، له موسى كلا څخه د ملا اشرف او له زمينداور څخه ملاكريم الله د يو شمېر نورو قوماندانانو په ګډون د كجكي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ملا عبدالباري په مشرۍ په دې اړه غونډه جوړوي.
د هلمند د ولايت په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب قوماندانان په دې غونډه کې پرېکړه کوي چې طالبان له بدنامۍ څخه د پټ ساتلو او پر خلکو د خپلې وېرې زياتولو په موخه دوى ته ورغلي ١٥ سيمه ييز خلک چې ورسره بنديان وو، له يادو دوو ښځو سره ووژني او سرونه يې پرې کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبان د روشن آباد دښتې د سركلي په سيمه كې ياد ۱۷ كسان وژني او سرونه ورڅخه پريكوي او بيايې مړي روشن آباد دښتې په بله سيمه كې چې زړې كنډوالې دي، غورځوي.
د هلمند ولايت مقام وايي، چې د وسلوالو طالبانو له دا ډول ظلمونه څخه خلک په تنګ شوي او له همدې امله يې د دې پېښې په اړه له استخباراتي ادارو سره کلکه همکاري کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولايت مقام دا پېښه په کلکه غندي او له خلکو يې غوښتي چې د طالبانو د دا ډول ظلمونو پر وړاندې پاڅون وکړي، دولت به يې کلک ملاتړ کوي.
وسلوالو طالبانو دهلمند د ولايت مقام د تازه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.