لښکرګاه (پژواک، ٩ وږى ٩١): د ناپېژاندو وسلوالو په بريد کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دوه پوليس ووژل شول.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال محمد اسماعيل هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د وږي ٩مه) د ماښام په شاوخوا اووه بجو د لښکرګاه په صافيانو سيمه کې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو دوه پوليس ووژل.
هغه زياته کړه: ((دا پوليس په داسې حال کې ووژل شول، چې د يوه حمام مخې ته په شخصي جامو کې ناست وو او چاى يې څښه؛ کېداى شي دا پېښه د شخصي دښمنيو له امله رامنځ ته شوې وي.))
هوتک وايي، بيا هم پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو تراوسه پورې د پېښې په تړاو څوک نه دى نيول شوى.
د لښکرګاه د بست روغتون يوې سرچينې د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل، چې دوى ته د دوو پوليسو جسدونه راوړل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سردارمحمد وويل، چې د صافيانو سيمه د ښار مرکزي سيمه بلل کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې سيمه کې چې دا پېښه وشوه، نو دا د ښار په منځ کې د ناامنۍ نښې دي، چې بايد مخه يې ونيول شي.))