لښكرګاه (پژواک ۱۰ وږى ۹۱): په هلمند ولايت کې درې ماين خښوونكې د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى .
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ نن (د وږي ۱۰مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه دوو ماين خښوونکو د مارجې ولسوالۍ د سيستاني په سيمه كې ماين يې ځاى پر ځاى كاوه، چې پرې وچاودېد.
د ده په وينا، په دې پېښه كې دواړه ماين خښوونكې وژل شوي دي.
همدغه راز فرهنګ وايي، چې په دې شپه هم مهاله په ناوې ولسوالۍ كې هم يو ماين خښوونكى د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوى او مرسته كوونكى يې پوليسو تر چاودنې وروسته ژوندى نيولى دى.
وسله والو طالبانو تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا تېر ماښام دوه پوليس د لښكرګاه ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو كې د دوو موټرسايكل سپرو په ډزو کې ووژل شول او بريد کوونو د پېښې له ځاى څخه وتښتېدل.
په دې وروستيو په هلمند كې امنيتي پېښې زياتې شوې دي