ژبه

په هلمندكې ۲۵ وسلوال طالبان او دوه پوليس ووژل شول

لښكرګاه (پژواك۳ وږى۹۱): چارواكي وايي، چې د هلمند په ګڼو ولسواليو كې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ نښتې شوې، چې په ترڅ كې يې ۲۵ وسلوال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د هلمند والي داوود احمدي د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښې تېره شپه د هلمند د واشېر، مارجه، نادعلي او د موسى كلا ولسواليو په يو شمېر سيمو کې رامنځ ته شوې دي.

د هغه په وينا، تېره شپه د واشېر ولسوالۍ په ګورازان سيمه كې د وسلوالو طالبانو پر يوه پټنځاى د ګډو ځواكونو له خوا عمليات ترسره شول، چې په ترڅ كې يې ۱۵ وسلوال طالبان ووژل شول او پنځه يې له نهه ميله وسلو سره ژوندي ونيول شول.

نوموړي زياته کړه، چې يادو وسلوالو طالبانو په همدې سيمه كې پر يو شمېر امنيتي پوستو د بريدونو پلان درلود، چې له وړاندې ګډو ځواكونو خبر ترلاسه او له منځه يې يووړل.

بلخوا د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ وويل، چې د نادعلي او مارجې ولسواليو پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه شوي، خو پوليسو تر نيم ساعت جګړې وروسته بريدګر پر شا تمبولي دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې امنيتي ځواكونه يواځې د دفاع حالت غوره كوي او د دولت د مخالفينو پټنځايونه ولې نه پلټي؟ وويل: ((له يوې خوا دا بريدونه يو ناڅاپې وي او له بلې خوا ايساف ځواكونه هم له افغان ځواكونه سره د پخوا په څېر مرسته نه كوي او كه يې كوي هم پر وخت نه وي.))

فرهنګ وايي، چې د مارجې او نادعلي ولسواليو په شاوخوا سيمو كې امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى، خو زياتوي، چې په موسى كلا ولسوالۍ كې هم له تېرې ورځې راهيسې په ځينو سيمو كې جګړې روانې دي، چې يو پوليس په كې وژل شوى او يو ټپي دى.

نوموړى زياتوي، چې د موسى كلا د مسلماني، ريګي او شاوخوا سيمو په نښتو كې د دولت لس وسلوال مخالفين له منځه وړي دي.

بل پلو د مارجي ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه وايي، چې تېره شپه پر ياده ولسوالۍ له څلورو خواوو پر شاوخوا ٣٠ امنيتي پوستو بريدونه شوي دي.

نوموړي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل، چې دا بريدونه د پاكستان د استخباراتي شبکې له خوا په ډېر منظم ډول پلان شوي وو، خو د پوليسو له خوا پر شا وتمبول شول او په ترڅ كې يې يو سيمه ييز پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

سرچينې وويل، چې د يادو بريدونو مخنيوى يواځې ملي او سيمه ييزو پوليسو كړى، ايساف او ملي اردو يې مرسته نه ده كړې.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني هم دغه بريدونه تاييدوي، خو وايي، چې دى خپله په كابل كې دى او په اړه يې کره معلومات نه لري.

له مارجې ولسوالۍ د معلم دادمحمد په نوم يوه تن پژواك ته د ټيلېفون پر كرښه وويل، چې دا ډول بريدونه يواځې د ١٣٩١ لمريز كال په سر كې د طالبانو له خوا د الفاروق په نوم د پيل شوو عملياتو پر مهال شوي وو او بيا په دومره لويه كچه بريدونه نه دي شوي.

د ده په وينا، كه د ولايت او مركز كابل له خوا د امنيت د ټينګښت او دا ډول جبهه يي بريدونو د مخنيوې لپاره ځانګړي تدابير ونه نيول شي، ډېر ژر به يو شمېر سيمې بېرته نا ارامه شي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د مارجې ترڅنګ په موسى كلا او نوزاد ولسواليو كې هم پر ډېرو امنيتي پوستو بريدونه كړي، چې ګڼ شمېر كورني سرتېري يې په كې وژلي دي.

د هغه په وينا، د دوى له خوا د دا ډول جبهه يي جګړو پلان لنډ مهاله نه دى، له دې وروسته به دوى په ټولو سيمو كې دې ته ورته بريدونو ته دوام وركړي.

ورته موضوع