ژبه

ايساف د شوراب په پېښه کې د ١٩ بريد کوونکو د وژلو ادعا وکړه

کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩١): ايساف وايي، چې د هلمند پر شوراب پوځي مرکز د وسلوالو طالبانو بريد په شاتمبول شوى او ١٩ بريد کوونکي يې وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې شاوخوا ٢٠ وسلوال طالبان چې په سپکو او درنو وسلوال سمبال او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې پر تن وو، د شپې لس بجې يې د دوى پر پوځي مرکز بريد وکړ.

سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياد پوځي مرکز کې د دغه بريد له امله ځينې الوتکې او ودانۍ هم زيانمنې شوې دي.

ايساف وايي، چې د دوى په ځوابي عملياتو کې ١٩ وسلوال بريد کوونکي وژل شوي او يو په ټپي حالت کې نيول شوى، چې اوس د دوى په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس په سيمه کې وضعه ارامه او سيمه د ايساف ځواکونو له خوا تصفيه شوې ده.

ايساف وايي، چې د دوى د بررسۍ ډله الوتکو او ودانيو ته د اوښتي زيان د کچې د معلومولو په هڅه کې دي، خو دغه بريد د دوى پر هوايي او ځمکنيو عملياتو هېڅ اغېز نه دى کړى او له معمول سره سم يې عمليات روان دي.

له دې مخکې نن سهار په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ارکان حرب تاج ملوک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په شورابک سيمه کې د ناټو ځواکونو پر لوى نظامي مرکز (بيسچين) بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د امريکا بحري ځواکونو د هغوى د بريد مخه نيولې او پر شا يې تمبولى دى. نوموړي د دغه بريد او جګړې له امله د رامنځته شوو تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.

خو د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک ته ويلي وو، چې د ايساف په ځوابي بريد کې ١٦ بريد کوونکي وژل شوي دي.

بلخوا برېتانوي خبري اژانس رويټرز د پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړى، چې په دغه ډله ييز بريد کې دوه امريکايي بحري سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې نظامي اډه کې د برېتانيا شهزاده هيري هم مېشت دى، خو هغه له دغه بريده روغ وتلى دى.

شهزاده هيري څو ورځې مخکې د پوځي ماموريت لپاره هلمند ته راغلى دى، افغانستان ته دا د ده د ماموريت دويمه دوره ده.

وسلوالو طالبانو د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوي پيغام کې ويلي، چې په درنو او سپکو سمبال يوه ډله طالبانو پر ياد نظامي مرکز بريد کړى دى.

د نوموړي په وينا، دغه ډله بيا په څو ګروپونو وېشل شوي وو او هرې ډلې ته ځانګړې سيمې په نښه شوي وو، چې هلته عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړې، چې دا ډله ييز بريد يې په امريکا کې د هغه جوړ شوي فلم پر ضد کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوى شوى دى.

قاري يوسف وايي، چې په دغه بريد کې د لسګونو بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ څو چورلکې او جيټ الوتکې هم له منځه وړل شوې دي.

د يادونې ده، چې په هلمند کې د زرګونو امريکايي سرتېرو په ګډون لس زره برېتانوي سرتېري هم مېشت دي. 

ورته موضوع