لښکرګاه (پژواک ٢٥ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د والي وياند داوود احمدي د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د ګرشک ولسوالۍ د ګوبند په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د يادې سيمې د دوو کورنيو غړي په يوه ټونس موټر کې روان وو، چې د وسلوالو طالبانو له خوا د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
د احمدي په وينا، په دې چاونه کې ١٢ عام وګړي وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
نوموړى وايي، چې په وژل شوو کې اووه نجونې، درې نارينه او دوه مېرمنې شاملې دي.
د احمدي د معلوماتو له مخې، په سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي او د سيمې يادو اوسېدونکو هڅه کوله، چې ځان خوندي سيمې ته ورسوي، چې ماين پرې وچاودېد.
پېښه په داسې حال کې شوې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په همدې ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د شوراب په نوم پر لوى پوځي مرکز ډله ييز بريد کړى دى.
ايساف وايي، چې په دغه بريد کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو وسلوالو طالبانو بيا د لسګونو بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ، دروان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه دپاسه ١١ سوه عام وګړي په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.