ژبه

کندهاريان د احمدشاه ابدالي شرکت د مسوولينو د محاکمې غوښتنه کوي

کندهار ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩١): د غزني ترافيکي پېښې د کندهار ښاريان سخت غمجن کړي او له حکومت څخه د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ د تړل کېدو او د دغه شرکت د مسوولينو د محاکمې غوښتنه کوي.

بلخوا د کندهار ولايتي اداره وايي، چې د دغې پېښې د څېړنې په موخه يې يو پلاوى ګومارلى، که احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ ګرم وپېژندل شي، نو له ترافيکي اصولو څخه د سرغړونې او د خلکو ژوند ته د نه پاملرنې په جرم به قانوني چلند ورسره وشي.

ياده خونړۍ پېښه وړمه ورځ د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ د يوه ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر او يوه ټېلر د ټکر په پايله کې رامنځ ته شوه، چې په کې ٥٣ تنه مړه شول او ٥ نور ټپيان شول.

په مړو کې د کندهار پنځه تنه ژورناليستان هم شامل دي، چې په کابل کې له يوه روزنيز پروګرام وروسته بېرته دغه ولايت ته پرلاره وو.

که څه هم دغه لاره وخت په وخت د خونړيو ترافيکي پېښو شاهده پاتې شوې، خوا دا د خپل ډول بې سارې خونړۍ ترافيکي پېښه ده، چې ټولې سورلۍ پکې وسوځېدې او له منځه لاړې.

خلک ددې ترافيکي پېښو د رامنځه کېدو له امله پر حکومت نيوکه کوي، چې د ترانسپورټي شرکتونو په څار کې پاتې راغلى او هغوى يې خپلسرۍ ته پرې ايښي دي.

د کندهار ښار د چوڼۍ د سيمې اوسېدونکي حاجي عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د حکومت مسووليت دى، چې وخت په وخت ترانسپورټي شرکتونه وڅاري، موټرونه او چلوونکي يې وپېژني، چې ټاکلي اصول يې پوره کړي او کنه؟

هغه وايي: ((د لويې لارې ډېرى موټر چلوونکي په نېشو اخته کسان دي، ډېر يې د موټر چلولو قانوني اسناد نه لري، دغه راز ګڼ ترانسپورټي شرکتونه له زړو موټرو هم کار اخلي، چې له ترافيکي اصولو څخه څرګند سرغړاوى دى.))
د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې هم پر لويو لارو خونړۍ ترافيکي پېښې شوي، خو حکومت د ترانسپورټ کمپنيو پر وړاندې هيڅ ډول قانوني اقدام نه دى کړى، نو په دې توګه حکومت هم په يوه ډول د خلکو په وژلو کې لاس لري.

په کندهار کې د پلار پروډکشن مسوول فضل احمد انيس، چې د ادارې دوې ښځينه کارکوونکې يې په پرونۍ ترافيکي پېښه کې مړې شوې، هم ورته څرګندونې کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، دا د حکومت دنده ده، چې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه يو منظم پلان جوړ کړي او د دغه راز خونړيو پېښو د مخنيوي لپاره د اړوند ترانسپورټ کمپنيو پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((پر لويو لارو د ګڼو ترافيکي پېښو مسووليت د احمد شاه ابدالي بس ترانسپورټ پر غاړه دى، هغوى تر دې وړاندې هم په ګڼو پېښو کې د سلګونو انسانانو ژوند اخيستى دى.))

دى وايي، خلک دا هر څه نه شي زغملى، حکومت بايد د دغه شرکت پر وړاندې قانوني اقدام وکړي، د پېښې څېړنه دې وکړي، مسوولين دې محاکمه او شرکت دې يې وتړي.

ده، دغه راز په ټينګه غوښتنه وکړه، چې احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ دې د وژل شويو کورنيو ته د سر زيان هم ورکړي.

خو نوموړي يوې بلې ډېرې جدي ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل: ((کلونه وړاندې، چې کله د کابل-کندهار سړک تازه ورغول شو، نو پر دغه لاره ترافيکي پېښې پر نشت حساب وې، خو اوس د دغې لارې په اوږدو کې پلونه، استنادي دېوالونه او آن د سړک ګڼې برخې د وسلوالو مخالفينو له لوري په بمونو الوځول شوې دي.))

دى وايي، پر دغه لاره د ترافيکي پېښو ډېر مسووليت په خپله پر وسلوالو طالبانو هم راځي، ځکه دغه عام المنفعه لاره خو هغوى کنډ او کپر کړې او ترافيکي پېښو ته يې لاره هواره کړې ده.
هغه د غزني خونړۍ پېښې ته په کتو له طالبانو وغوښتل، چې پر خلکو زړه وسوځوي او د هغو لارو چارو څخه لاس پر سر شي، چې زيان يې نېغ په نېغه ولس ته رسېږي.

د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى عبدالباقي وايي، چې حکومتي مسوولين دې په ټول هېواد کې د ترافيکي پېښو د مخينوي په موخه ټول ترانسپورټي شرکتونه په دقيقه توګه له سره و ارزوي او له هغو شرکتونو دې جوازونه بېرته واخلي، چې ډېرې ترافيکي پېښې يې رامنځته کړي او له ټاکلو اصولو يې سرغړونه کړې ده.

هغه زياتوي: ((حکومت بايد د خپل ولس غم وخوري، د لويې لارې پر سر دې د موټرونو تګ راتګ وڅارل شي، د لارې په اوږدو کې دې د ډرېورانو اسناد او وضعيت وکتل شي او له قانون څخه د سرغړونو په صورت کې دې ورته سزاګانې وټاکل شي.))

په کندهار کې مېشت خبريالان او پريس کلب هم دغې پېښې سخت دردولي او د احمدشاه ابدالي ترانسپورټ شرکت پر وړاندې يې د لسګونو کسانو تر څنګ د پنځو ژورناليستانو د وژل کېدو له امله يې توند غبرګون ښودلى دى.

په دې اړه له کندهار پريس کلب او ختيځي سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنو له خوا په خپره شوې ګډه اعلاميه کې پر دې پېښه خواشيني ښودل شوې او له حکومت څخه د دغه شرکت د تړل کېدو او د مسوولينو د محاکمه کېدو غوښتنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا لومړى ځل نه دى، چې احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ د انسانانو ژوند اخلي، بلکې تر دې وړاندې يې هم په ګڼو خونړيو پېښو کې د خلکو ژوند اخيستى او د هغوى له ژوند سره يې لوبې کړې دي.))

کندهار پريس کلب دا غوښتنه هم کوي، چې دغه شرکت بايد له نړيوالو اصولو سره سم ټولو قربانيانو او په ځانګړې توګه د ژورناليستانو کورنيو ته د هغوى د سر تاوان ورکړي.))

تېر کال هم د احمد شاه ابدالي بس ترانسپورټ پر وړاندې د خلکو حساسيتونه هغه مهال را وپارېدل، چې په دامان ولسوالۍ کې يې په ورته ترافيکي پېښه کې تر ٢٠ زيات کسان مړه او ټپيان کړل.

هغه مهال ويل کېدل، چې د لنډې مودې لپاره به د دغه شرکت فعاليت درېږي او د قربانيانو کورنيو ته به تاوان هم ورکوي.

خو تر اوسه اړوندو مسوولينو او ادارو د دغه راز پېښو په تړاو د ياد شوي شرکت پر وړاندې کوم اقدام نه دى کړى، لامل يې په حکومت کې ژورې اړيکې درلودل دي.

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې ياد شوى ترانسپورټي شرکت د ولسمشر کرزي د تره د زامنو دى، ځکه يې څوک پر وړاندې کوم اقدام نه کوي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم پر پېښه خواشيني ښيي او وايي چې که احمد شاه ابدالي بس ترانسپورټ ګرم وپېژندل شي نو پر وړاندې به يې قانوني کړنې تر سره کړي.

له ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د ښې څېړنې په موخه يو پلاوى ګومارل شوى،که احمد شاه ابدالي بس ترانسپورټ ګرم وپېژندل شي، نو له ترافيکي اصولو څخه د سرغړونې او د خلکو ژوند ته د نه پاملرنې په جرم به قانوني چلند ورسره وشي، دغه راز هغوى به د قربانيانو کورنيو ته تاوان هم ورکوي.))

سرچينې زياته کړې ، د ترافيکي قوانينو په پام کې نه ساتل، د چلوونکو تېز او غير مسلکي تګ، د سړکونو خراب حالت د ترافيکي پېښو بنسټيز لاملونه دي.

په کندهار کې د احمد شاه ابدالي شرکت د غزني د پېښې په اړه له خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه کوي .

ورته موضوع