ژبه

په هلمند کې د ٥٠  وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

لښكرګاه ( پژواك، ۲ تله ۹۱) : د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې په تېرو درېيو ورځو کې يې د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې نږدې ٥٠  وسلوال مخالفين وژلي، خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام نن د تلې په ۲ مه په لښکرګاه کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل ،چې امنيتي ځواکونو په تېرو ورځو کې د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې ديو شمېر قوماندانانو په ګډون ٤٨  وسلوال مخالفين وژلي  دي.

هغه زياته کړه ،چې دا نښتې او عمليات په نادعلي، مارجې، ګرمسېر، ناوې او سنګين ولسواليو كې ترسره شوي دي، چې په ترڅ كې يې له وژل شويو طالبانو څخه ۳۰ ميله سپكې او درنې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د الهام په وينا، په همدې موده كې يې ۱۰۸  كړۍ ماينونه  او په زياته اندازه چاودېدونكې توكي او مهمات هم  د ملي ځواکو لاسو ته ورغلي دي.

امنيه قوماندان وايي ،ددولت وسلوالومخالفينوغوښتل، چې په تېرو درېيو شپوكې د يادو ولسواليو په بېلابېلو سيموكې پر دولتي پوستو بريدونه وكړي، چې پوليسو يې پر وړاندې عمليات پيل كړل او يادې سيمې  يې له هغوى څخه  پاكې كړې.

د الهام په خبره، چې ددې نښتو او عملياتو پرمهال يواځې دوه  سيمه ييز پوليس ټپيان  شوي دي اونهه  د دولت وسلوال مخالفين په همدې مهال ژوندي نيول شوي، چې  پوښتنې ترې روانې    دي .

امنيه قوماندان وويل ، چې د دولت وسلوالومخالفينو د جنګ توان له لاسه وركړى ، يواځې هغه له عمره كم ماشومان ، چې كورنيو يې دديني زده كړو لپاره  د پاكستان كويټې ښار ته استولي د جنګ لپاره  بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يو سف خپل  لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبره نه مني ، خو ادعا كوي، چې په سنګين ، نهرسراج او بېلابېلو سيمو كې يې په وسلوالو بريدونو او د ماين په چاودنوكې ګڼ شمېر كورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادولو ده ،چې په دې وروستيو كې په دې ولايت كې د وسلوالو بريدونو تر څنګ هدفي بريدونه  هم زيات شوي، چې يواځې په  تېرو درېيو اونيوكې يو ملكي وګړى او  پنځه  پوليس وژل شوي دي.

ورته موضوع