لښكرګاه (پژواك ۵ تله ۹۱): د هلمند نوي والي تورن جنرال محمدنعيم بلوڅ د تلې په پنځمه ځايي چارواکو ته د پېژندلو په مراسمو کې تر نورو کارونو وړاندې د اداري فساد د مخنيوي ژمنه وکړه.
د ولسمشر حامد كرزي د يوه ځانګړي فرمان له مخې تېره اوونۍ د لسو ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول، په دې لړ کې جنرال نعيم بلوڅ چې پخوا يې په هلمند کې د ملي امنيت د رييس په توګه دنده ترسره کړې، د دغه ولايت والي ټاکل شوى دى.
جنرال نعيم بلوڅ نن (د تلې ٥مه) په لښکرګاه کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې په کې د ملي شورا وکيلانو، ځايي چاروکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه، د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړه.
نوي والي په خپلو خبرو كې وويل، چې د خپل ماموريت په موده كې به هڅه وکړي چې له ټولو امنيتي مسوولينو، قومي مشرانو او عامو خلكو سره يو ځاى د امنيت، بيارغونې، سولې، كرنې او دېته ورته نورو برخو كې د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
بلوڅ زياته كړه: ((زه به د خپل ماموريت په پيل كې تر ټولو كارونو لومړى د فساد د مخنيوي په برخه كې هلې ځلې وکړم، تر څو د دې ناوړه پديدې په له منځه وړلو سره د نوور چارو ښه كولو ته لاره هواره شي.))
نوموړي همدا راز د پخواني والي محمدګلاب منګل د كارونو، چې په تېرو څلورنيمو كلونو كې يې ترسره كړي، ستاينه وكړه.
په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازې نيسمې نيازۍ وويل، چې په هلمند كې د تېرو څلورو كلونو په موده كې ډېر مختګ شوى دى، امنيت پراخ او امنيتي سرتېري هم پياوړي شوي دي.
نيازۍ له نوي والي غوښتنه وكړه، چې د دغه ولايت د خلكو غوښتنې واوري او له ټولو اړوند مسوولينو سره دې يووالى ولري.
په دغو مراسمو کې ګډونوالو قومي مشرانو نوي والي ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.