ژبه

لښکرګاه (پژواک ٥ تله ٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ولسوالۍ په بازار کې  وشوه.

هغه زياته کړه، چې د ريموټ کنټرول او موټرسايکل په وسيله ترسره شوې دې چاودنې دوه عام وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د موسى کلا ولسوال نعمت الله د چاودنې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې چاودنه د سوزي په بازار کې شوې ده.

دى وايي، چې د چاودنې له امله دوه عام وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د دوو تنو حالت نازک دى.

د ولسوال په وينا، دوى نه پوهېږي چې د دې چاودنې موخه څه وه، ځکه چې د چاودنې پر مهال په بازار کې له ملکي وګړو پرته هېڅ نظامي کس شتون نه درلود.

نعمت الله وويل، د چاودنې له امله د بازار يو شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې چاودنه کې د يوه قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.

ورته موضوع