کندهار (پژواک ٦ تله ٩١): د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې وسلوال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه نه کوي، بلکې د سړک پر غاړو ماينونه ځاى پر ځاى کوي، چې له امله يې د دوى د تلفاتو کچه لوړه ده.
سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن (د تلې ٦مه) د ولايت د مقام په مطبوعاتي دفتر کې يې اوونيزې خبري غونډې ته معلومات ورکول، زياته کړه، وسلوالو مخالفينو په دې وروستيو کې د سړک پر غاړو د ماينونو اېښودلو ته زور ورکړى دى.
د نوموړي په وينا، پوليس هره ورځ په کندهار ښار او ولسواليو کې تر لسو ډېر ماينونه کشف او شنډوي او ډېر لږ يې چوي، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
دى وايي: ((په کندهار کې پوليسو ته ډېره مرګ ژوبله د ماينونو د چاودنو په وخت کې، چې هڅه کوي ملکي خلک وژغوري، اوړي.))
خو هغه د پوليسو د مرګ ژوبلې شمېره په ډاګه نه کړه.
د اطرافي په خبره، کله چې په يوه سيمه کې چاودنه کېږي، نو پوليس د خلکو مرستې ته ځان رسوي، چې په دغسې حالاتو کې ډېر مهال د مخالفينو له خوا پر پوليسو دويم ځل چاودنې شوې او نوره مرګ ژوبله يې هم ور اړولې ده.
دى وايي، مخالفين د خلکو په منځ کې ځانونه پټوي، هغوى د ورکړل شوي هدف لپاره له ګڼې ګوڼې په ډکو سيمو کې چاودنې ترسره کوي او د ملکي خلکو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري.
هغه دغه راز وويل، چې په تېرو دوو اونيو کې پوليسو په کندهار ښار او ولسواليو کې ٩٣ ماينونه کشف او شنډ کړي او ډېرو لږو يې چاودنې کړې، چې هم يې پوليسو او هم يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي په دغو اوونيو کې د خپلو عملياتو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل: ((په دې موده کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٠ ګډ عمليات، ١١ ځانګړي عمليات، ٥٠٧ کمينونه او ٤٩٠ ګزمې ترسره شوې دي.))
د هغه په خبره، د دغو فعاليتونو په پايله کې ١٩ وسلوال مخالفين وژل شوي، ٣ ټپيان شوي، ٣١ ژوندي نيول شوي او دغه راز ٢١ تنه د جنايي جرمونو او ١٠ تنه د نشه يي توکو په تړاو نيول شوي دي.
دى وايي، په عملياتو کې ١٥٠ کيلوګرامه باروت، ١ راکټ، ٣ کلاشينکوفونه، ٢ تومانچې، ١٣٣ د زېکو يو مرمۍ، ٤ د راکټ او هاوان مرمۍ، ١٠٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٥٠٠ د پيکا مرمۍ، ٢ موټرسايکل او ١٢ جوړې د بهرنيو سرتېرو درېشۍ هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.