ژبه

د طالبانو له بنده خوشې  شوي کسان د هغوى د ظلم کيسه کوي

 کندهار ( پژواک، ٩ تله ٩١ ) : دوه ورځې مخکې بهرنيو ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يوې ګزمې پر مهال هغه درې عام وګړي د وسلوالو طالبانو له منګولو ازاد کړل، چې د هغوى له خوا په بند کې ساتل کېدل.

دغه کسان، چې سترګې او لاسونه يې تړل شوي وو، د طالبانو له خوا د تراکتور په وسيله نامعلوم لوري ته لېږدول کېدل، چې د بهرنيو ځواکونو له ګزمې سره مخ شول.

د جهانګير او محمد زبير په نومونو خوشې شوي دغه کسان وايي، چې طالبانو پرې د جاسوسۍ تور لګولى و، چې د بند پر مهال يې ځړولي او سخت وهلي دي.

محمد زبير، چې پر څېره يې د طالبانو د بند د سختو شېبو نښې له ورايه څرګندې وې د تلې په ٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((زه د مزار شريف اوسېدونکى يم، دغلته د خپل يوه ملګري کورته په مېلمستيا راغلى وم، چې دوه تنه طالبان راغلل او زه يې پر خپلو موټر سايکل نامعلوم ځاى ته يوړم.))

هغه چې د خپلو لاسونو ټپونو ته يې اشاره کوله، زياته کړه، طالبانو يې لاسونه شا ته تړلي وو او درې ورځې يې له ځمکې څخه يو متر لوړ د کوټې په چت پورې ځړولى و او تر هر ځل راکښته کېدو وروسته به يې سخت واهه.

دى وايي: ((طالبانو راته ويل، چې ته د حکومت جاسوس يې، په همدې تور يې زما هغه ملګرى چې زه يې مېلمه وم، هم راوست او زما سره يو ځاى يې بندي کړ.))

د نوموړي په وينا، تر اوسه يې په هيڅ يوه دولتي اداره کې کار نه دى کړى او طالبانو له کومو شواهدو او اسنادو پرته بندي کړى و.

زبير دغه راز زياته کړه، چې طالبانو د بند پر مهال د هغوى د يوه بل ملګري جهانګير نومي په اړه هم معلومات کول، چې د پنجوايي په بازار کې يې د موبايلونو دوکان درلود.

هغه وويل: ((طالبانو د وسلې په زور زما له موبايل څخه جهانګير ته ټېلېفون وکړ او هغه مې هغه کور ته را وغوښت، چې زه پکې مېلمه وم.))

په خپله جهانګير د خپل نيول کېدو کيسه داسې وکړه: ((زه لښکرګاه ته تللى وم، زه سپښين مهال خپل دوکان ته راغلم، چې محمد زبير راته زنګ وواهه او زه يې د خپل ملګري کور ته وغوښتم.))

دى وايي، کله چې د خپل ملګري کورته نږدې کېده، يو ډنګر طالب يې له وسلې سره مخې ته ودرېد، وروسته يې په مخابره کې خبرې وکړې او پر موټر سايکل يې له ځان سره بوته.

د هغه په خبره، نوموړى يې هم هغه ځاى ته بوته، چې د ده نور ملګري پکې ساتل کېدل.

دى وايي، له خپلو نورو ملګرو سره يو ځاى يې په رسۍ کلک وتړل او و به يې ځړول، هغوى به ورته عذر او زارۍ کولې، خو طالبانو نه منلې او دومره به يې ووهل، چې په ځان به نه پوهېدل.

د نوموړي په وينا ، د هغوى درېيم ملګرى عبدالخالق نومېږي، له دوولسم ټولګي فارغ او د سيمې ځايي اوسېدونکى و، هغه يې پوره اته ساعته ځړولى و، اخر يې حالت دومره خراب شو، چې اوبه به يې وڅښلې نو هم به يې بيرته استفراق کړې.

هغه زياتوي: ((زموږ دغه ملګرى ډېر شريف انسان و، اوس خبر نه يم، چې مړ به وي او که ژوندى، خو حالت يې ډېر خراب و.))

دى وايي، وسلوالو به هر ځل د کلاشينکوف ګېټ کش کړ، پر هغوى به يې ونيو او ورته ويل به يې چې جاسوسان دي.

د ده په خبره، د بند په موده کې ډېرې ورځې خوراک نه ورکول کېده، آن ځينې وختونه يې اودس او لمانځه ته هم نه پرېښودل.

خوشې شوي کسان وايي: ((څو ورځې وروسته يوه ورځ طالبانو په داسې حال کې ،چې زموږ سترګې او لاسونه تړل شوي وو، په يوه تراکتور کې واچولو او نا معلوم ځاى ته وړل کېدلو، شايد هغوى موږ نور وژلو، خو د خداى پرېکړې بل شان وې.))

هغوى وايي: (( ناڅاپه په هوا کې الوتکې را ښکاره شوې، بهرنيانو موږ ليدلي وو، وروسته د هغوى زغروال موټر راغلل، ملي اردو ورسره وو، موږ ډېر سخت تږي شوي وو، . د هغوى له منګولو يې خلاص کړو، او اوبه يې راکړې ، درې تنه هغه وسلوال يې هم ونيول، چې موږ يې نا معلوم ځاى ته لېږدولو.))

خوشې شويو کسانو ، چې د طالبانو له بنده په ازادېدو يې ډېره خوښي څرګندوله ، وويل بهرنيانو هغوى د پنجوايي په موشان قراره ګاه کې افغان ځواکونو ته وسپارل، چې هغوى ترې پوښتنې پيل کړې.

دغه کسان وايي، چې وسلوالو ترې د بند پر مهال د هېڅ راز پيسو غوښتنه نه ده کړې، له هغوى سره يې سخت ظلم کړى او يواځې دومره يې ورته ويل، چې هغوى جاسوسان دي.

هغوى له طالبانو غوښتنه کوله، چې نور دې له خلکو سره د اسلام او جهاد په نوم ظلم نه کوي، ځکه ټول خلک د خداى د ازادو بندګانو په څېر د ژوند کولو حق لري.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو حکومتي مسوولين وايي، چې د دغو کسانو د بندي کولو په جرم يې درې وسلوال نيولي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

ورته موضوع