لښکرګاه (پژواک ١٢ تله ٩١): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکو د بهرنيو ځواکونو له لوري په دې ولسوالۍ کې د عملياتو د درولو غوښتنه وکړه.
د ګرشك ولسوالۍ اوسېدونکو دغه غوښتنه نن (د تلې ١٢مه) د هغه غونډې په ترڅ کې وکړې، چې په کې قومي مشرانو، مخورو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت وکيل معلم ميرولي ګډون کړى و.
د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي بهلول وويل، چې بهرني ځواکونه په هغو سيمو کې اوس هم شپني عمليات ترسره کوي، چې ټول واک يې له افغان ځواکونو سره دى.
هغه زياته کړه، چې د افغان ځواكونو په شتون كې د بهرنيو ځواكونو عملياتو ته هېڅ اړتيا نشته چې پر خپل سر يې ترسره كړي.
د حاجي بهلول په وينا، په دغه کار سره د دې پر ځاى چې امنيت ټينګ شي، په سيمه کې نوره هم نا امني زياتېږي.
نوموړى وايي، چې بهرني ځواكونه په هغو سيمو كې چې افغان ځواكونه په کې نشته او واک يې له طالبانو سره دى، د عملياتو له کولو ډډه کوي.
هغه زياتوي، چې بهرني ځواکونه د قومي مشرانو مشورو ته غوږ نه نيسي، ځکه په دغه کار سره د امنيت د خرابوالي ترڅنګ د سولې پروسه هم ټکنۍ شوې ده.
د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجې ګل احمد وايي، چې ګرشک له يوې خوا د دغه ولايت د شمالي، سوېلي او ختيځو ولسواليو دروازه ګڼل كېږي او له بل پلوه د كابل او هرات لويه لاره په همدې ولسوالۍ كې تېره شوې ده؛ ځکه بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.
هغه زياتوي، چې په تېرو څو کلونو کې دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او د پام وړ د بيارغونې کارونه هم نه دي په کې ترسره شوي.
نوموړي هم په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري پر شپنيو عملياتو نيوکه وکړه.
د ګرشك ولسوال محمدسليم په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې مني او دى هم شکايت کوي، چې مرکزي دولت دې ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده کړې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د امنيتي ځواكونو د كموالي ترڅنګ يې اندېښنه دا ده چې په سكټوري برخو كې هم دومره تخصيص نه وركول كېږي چې ياده ولسوالۍ يې حق لري.
نومړي زياته كړه، دا چې ګرشك ولسوالۍ د خپل موقعيت له مخې د دغه ولايت د مركز او زياتو ولسواليو ترمنځ پرته ده، له دې امله د دولت مخالفين هم هڅه كوي چې په دې سيمه كې خپل فعاليتونه ډېر كړي.
په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازي معلم ميرولي ځايي اوسېدونكو ته ډاډ وركړ، چې د دوى ټولې ستونزې به د ولايتي ادارې ترڅنګ په كابل کې مرکزي چارواکو ته هم رسوي ترڅو ورته د حل لاره پيدا کړي.
هغه د سيمې اوسېدونکو ته وويل، چې که دوى په خپلو سيمو کې وسلوالو مخالفينو ته ځاى ورنه کړي او له دولت سره همکار و اوسي، نو امنيت ټينګيږي او د بيارغونې ډېر کارونه به ترسره شي.
د ګرشك ولسوالۍ شمالي برخه په داسې حال كې اوس هم د دولت له وسلوالو مخالفينو سره ده چې د دې ولسوالۍ د ښوراب په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو يوه لويه پوځي اډه، د۲۱۵ ميوند قول اردو او ۷۵۰ تنه د ډنمارك سرتېري مېشت دي.