ژبه

پر سيمه ييزو پوليسو د بريد پر مهال ١٥ وسلوال مخالفين ووژل شول

کندهار ( پژواک، ١٣ تله ٩١ ) : چارواکي وايي،چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف د هوايي بريد په پايله کې ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

دغه وسلوال تېره شپه ناوخته هغه مهال وژل شوي، چې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې يې وسلوال بريد تر سره کاوه.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاو خوا ٣٠  وسلوالو غوښتل د شاوليکوټ ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړي.

هغه زياته کړه، دغه کسان په سيمه کې د مېشتو ايساف ځواکونو د امنيتي کامرو له خوا ليدل شوي، چې هغوى پر وخت اقدام وکړ او وسلوال يې په نښه کړل.

د نوموړي په وينا، په دغه هوايي بريد کې، چې د ايساف د چورلکو په وسيله شوى، ١٥ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او پاتې نور په نږدې کورونو او باغونو کې پټ شوي دي.

دى وايي، د پاتې ژونديو کسانو د نيولو لپاره چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

فيصل وايي،د تېرې شپې په بريد کې د وژل شويو مخالفينو مړي په سيمه کې پراته دي او ورسره ١٠ ميله کلاشينکوفونه، پيکا ماشيندار، مرمۍ، لاسي بمونه او راکټ انداز د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبيدالله هم پېښه تائيدوي او وايي، چې په دغه بريد کې يواځې مخالفين وژل شوي، پوليسو او د سيمې اوسېدونکو ته هيڅ راز زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې پر سيمه ييزو پوليسو د وسلوالو مخالفينو بريدونه زيات شوي، ځکه هغوى د وسلوالو د فعاليتونو مخه نيولې ده.

په دې اړه تر اوسه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته موضوع