لښكرګاه (پژواك ۱۵ تله ۹۱): د هلمند د ناد علي ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو په لښکرګاه کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد لاريون وکړ او ادعا يې کوله، چې هغوى د عملياتو پر مهال عام خلک وژني.
د دې ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰ سپين ږيري او ځايي اوسېدونكي نن (د تلې ١٥مه) چې لښكرګاه ته په احتجاجي ډول راغلي وو، د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له خپلو وکيلانو او دولتي چارواکو د يادې ستونزې د هوارولو غوښتنه وکړه.
د حاجي رحيمدل په نوم يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې شپې وړاندې د ولسوالۍ په شاوخوا يونيم كيلومترۍ كې ايساف ځواكونو له افغان سرتېرو سره يو ځاى د دوى پر كور عمليات ترسره كړل چې په ترڅ كې يې د ده زوى محمدخان وواژه.
هغه زياته کړه، چې زوى يې له وسلوالو مخالفينو سره هېڅ اړيکه نه درلوده.
رحيمدل وايي، چې که د ګډو ځواکونو پر چا شک وي، نو د شک پر اساس دې ونيسي، پلټنې دې وکړي، نه دا چې د شپې له خوا يې پر کور عمليات ترسره شي او ويې وژني.
د دې ولسوالۍ يوه بل قومي مشر ملا كريم هم پژواك اژانس ته وويل، که دولت غواړي له ولس سره يې واټن زيات نه شي، نو شپني عمليات دې ودروي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس عبدالباري باركزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ناد علي د خلکو ستونزې يې اورېدلې او د ملي امنيت له چارواکو سره يې شريکې کړې دي.
باركزي زياته كړه، چې له ايساف سره يې په دې اړه خبرې نه دي كړې خو هڅه كوي چې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره يو پلان جوړ كړي تر څو بيا دا ډول پېښې تکرار نه شي.
د حاجي محبوب په نوم يوه بل تن وويل، چې د نادعلي ترڅنګ بهرنيو ځواکونو په مارجه ولسوالۍ کې هم شپني عمليات کړي او دوه وروڼه يې ژوندي بيولي دي.
د هلمند د ملي امنيت رييس جنرال نظرعلي واحدي وايي، چې د لاريون کوونکو له استازو سره يې وليدل او د هغوى ستونزې او شکايتونه يې واورېدل.
هغه پژواک اژانس ته وويل، له وسلوالو سره د ملا محمد خان د اړيکو په اړه يې راغلو کسانو ته هغه اسناد او شواهد وښودل، چې درې شپې وړاندې په عملياتو کې ووژل شو.
د واحدي په وينا، دغو کسانو ته يې هغه انځورونه هم وښودل، چې ملا محمد خان له وسلوالو مخالفينو سره اخيستي وو.
نوموړى وايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې يې له ايساف سره يو ځاى د ملا محمد خان پر کور عمليات ترسره کړي او له مقاومت وروسته هغه وژل شوى دى.
د ملي امنيت رييس وايي، چې نږدې يوه مياشت مخکې د ملا محمد خان بل ورور هم چې له وسلوالو مخالفينو سره يې اړيکې درلودې، په يوه نښته کې وژل شوى و.
نوموړي وويل، د وژل شوي طالب پلار ته يې د عكسونو او د هغه د وسلې تر ښودلو وروسته قناعت وركړ، خو هغه ټينګار وکړ، چې تر وژلو وړاندې بايد ژوندى نيول شوى واى.
د نادعلي اوسېدونكي په داسې حال کې د ايساف له عملياتو شکايت کوي، چې د دې لسوالۍ د امنيت چارې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل شوې دي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکو هم د ايساف له شپنيو عملياتو شکايت کړى و.