ژبه

د هلمند پوليسو ٧٠٠ كيلوګرامه نشه يي توكې ونيول

لښكرګاه (پژواك ۱۷ تله ۹۱): چارواکي وايي، چې په هلمند کې پوليسو او ملي اردو په بېلابېلو پلټنو كې ٧ سوه كيلوګرامه نشه يي توكي نيولي دي.

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د تلې په ۱۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوه ورځې وړاندې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې پوليسو۶۹۶ كيلوګرامه جامد وچ او لانده ترياك نيولي دي.

نوموړي زياته كړه، چې پوليسو دغه ترياك په خانشين ولسوالۍ كې دوه ورځې وړاندې په داسې حال كې له درېيو كسانو سره نيولي دي، چي غوښتل يې پاكستان ته يې يوسي.

د هغه په وينا، نيول شوي ترياك په دوو سراچه موټرو كې ځاى پرځاى شوي وو، چې پوليسو يې په اړه معلومات پيدا او ويې نيول.

قوماندان وايي: ((له دغو نشه يي توكو سره مو د حميدالله، نظرمحمد او عبدالله جان په نومونو كسان هم نيولي، چې د ګرشك ولسوالۍ اوسېدونكې دي او اړوند ارګانونو ته مو د پلټنو په موخه سپارلى دى.))

د ده په خبره، دغه راز د ملي اردو د درېيمي لوا سرتېرو هم د ګرشك ولسوالۍ په ښوراب بازار كې يو تن د محمدايوب په نوم له ۱۱ كيلو كرېسټال او ۱۷ كيلوګرامه هيرويينو سره نيولى دى.

نوموړى وايي، چې د پوليسو ترڅنګ ټولو افغان ځواكونو د نشه يي توكو د كر او قاچاق د مخنيوي په موخه كلكه مبارزه پيل كړې ده.

الهام زياته كړه، په هغو سيمو كې، چې واك يې د دولت له مخالفينو سره دى، كه چېرې كوكنار په كې وكرل شي، هغه به هم دكمپاين په ترڅ كې له منځه يوسي.

امنيه قوماندان په داسې حال كې د نشه يي توكو د كر او قاچاق پر مخنيوي ټينګار كوي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې كروندګرو د كوكنارو د كرلو په موخه د ځمكو په چمتو كولو لاس پورې كړى دى.