ژبه

په کندهار کې ځينې بهرني ملاامامان د خلکو ذهنونه خرابوي

کندهار ( پژواک، ١٩ تله ٩١ ) : د کندهار د ډنډ ولسوال احمد الله نازک وايي، چې دغلته د جوماتونو امامان خلک د حکومت پر وړاندې جهاد ته هڅوي.

احمدالله نازک دغه څرګندونې د کندهار ولايت د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې، چې پکې له کابل څخه د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې راغلي پلاوي، دولتي مسوولينو، د ولايتي شورا غړيو او ولسوالانو ګډون کړى و.

د ډنډ ولسوال وويل: (( په کندهار کې جدي ستونزه دا ده، چې موږ بايد د فزيکي امنيت تر څنګ ذهناً امنيت ولرو.))

هغه زياته کړه، تر کومه پورې به حکومت په سيمه کې خلک د مرستو او پروژو له لارې له ځان سره ملګري کوي، که کومه ورځ دغه مرستې درېږي، نو خلک به هم د حکومت له همکارۍ لاس اخلي.

دى وايي: ((په دې برخه کې دروند مسووليت د ديني عالمانو دى، چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن له منځه يوسي، خلک وپوهي او له شرعي اړخه د حکومت ارزښت بيان کړي.))

خو هغه په ډاګه کړه، چې دغلته د جوماتونو امامان خلک د حکومت پر وړاندې دروي او هره ورځ يې پر ضد د جهاد اعلان کوي.

نوموړي زياته کړه : ((په تېرو دوو مياشتو کې مې له ډنډ ولسوالۍ څخه د کويټې له مسلم باغ سيمې څخه راغلي دېرش ملايان شړلي دي.))

د ده په خبره، په دې برخه کې له ملي امنيت سره په ګډه کار کوي او داسې شواهد لري، چې همدا اوس د ښار په ځينو جوماتونو کې څلور ايراني ملايان امامت کوي.

نازک زياتوي: ((موږ داسې ملايان لرو، چې آن تر اوسه د افغانستان د تابيعت تذکره نه لري، همدا تېره ورځ مې د ولسوالۍ يو ملا را غوښتى و، چې آن خپلو مقتديانو هم نه پېژانده.))

دى وايي، همدا چاره د دې سبب شوې، چې ورځ په ورځ خلک له حکومت څخه واټن ونيسي، دى وايي: ((موږ له وسله والو څخه وېره نه لرو، بلکې زموږ وېره له هغو څخه ده، چې د خلکو ذهنيتونه خرابوي.))

هغه د حج او اوقاف پر رياست سخته نيوکه وکړه، چې تر اوسه يې په دې اړه هيڅ هم نه دي کړي او يواځې د حج پر مهال د حاجيانو د لېږد پر چارو بسنه کوي.

د ژېړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي هم له ورته ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ټولو مشرانو کور او کلى دى.

هغه زياته کړه: ((ملا عمر، ملا رباني، ملا عبيدالله، معتصم اغاجان او نور ټول د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.))

دى وايي، له کومه وخته چې دغلته سيمه ييز پوليس جوړ شوي، د طالبانو مرکزونه، محکمې او نور له منځه وړل شوي، خو هغه د دغه ځواک د تجهيز او اکمال غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان اوس يواځې سيمه ييز پوليس په نښه کوي او د روژې راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د الموت په نوم شپې پاڼې خپروي او پر له پسې ګواښ کوي، چې هغوى نور نه ايساف په نښه کوي او نه نور خو يواځې او يواځې به سيمه ييز پوليس له منځه وړي.))

هغه په دغه ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت د امنيت پر وړاندې لوى خنډ وګاڼه او ويې ويل، چې په دې نږدې ورځو کې د وسله والو طالبانو د کويټې شورا يو پلاوى د جبار اغا په مشرۍ پنجوايي او ميوند ولسواليو ته راغلى و او خلک يې کوکنارو کرلو ته هڅولي وو.

نوموړي نيوکه وکړه، چې له لويه سره په سمه توګه د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې هيڅ راز طرحه او پلان نشته.

د غونډې برخوالو له ورغلي پلاوي وغوښتل، چې د هغوى ستونزې په سمه توګه واوري او پر اړوندو مسوولينو فشار راوړي، چې امنيتي ارګانونه اکمال او تجهيز کړي، د کوکنارو په مخنيوي کي کوټلي ګامونه واخلي او د حکومت تبليغاتي اړخ پياوړى او ځواکمن کړي.

ورته موضوع