کندهار ( پژواک ٢٠ تله ٩١ ) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي، چې تر راتلونکيو دوو کلونو پورې به سرحدي ځواکونه د دې جوګه شي، چې ګډه پوله په بشپړه توګه وساتي او د ترهګرۍ ضد جګړه له کليو او ښارونو د ګډې پولې غاړو ته ولېږدوي.
جنرال عبدالرازق چې دوه مياشتې وړاندې په کندهار ښار کې په يوه خونړي ځانمګري بريد کې ټپي شوى و، تر اوږدې درملنې او ارام وروسته نن د تلې په ٢٠مه، په لومړي ځل د رسنيو په وړاندې را څرګند شو.
هغه په ننۍ بري غونډه کې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کندهار د اوسېدونکيو د دعاګانو مننه وکړه، چې په برکت يې روغ رمټ شوى او بيرته خپلې دندې ته را ګرځېدلى دى.
نوموړي که څه هم وويل، چې په پرله پسې توګه د بهرنيو کړيو له خوا په نښه کېږي، خو زياته يې کړه چې د وينې تر وروستي څاڅکي به د خپلو خلکو د ساتنې او د هغوى د لا ښه امنيت لپاره کار کوي.
هغه يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې وسلوال مخالفين له ګډې پولې سره جوخت د پاکستان په توبه، باديني، ګلستان او پنجپاى سيمو کې د دغه هېواد پوځي تاسيساتو ته نزدې د روزنې مرکزونه لري.
امنيه قوماندان وويل: ((کندهار له پاکستان سره ٤٤١ کيلومتره او زابل له دغه هېواد سره ١١٠ کيلومتره اوږده پوله لري، موږ په ټولو سرحدي ولسواليو ريګستان، شورابک، ارغستان، معروف، سپين بولدک او شملزو کې د سرحدي ځواکونو پوستې لرو.))
خو د ده په خبره، يواځې د هلمند په ساحه کې د بي بي جانې او بهرامچې په نوم سرحدي سيمې د دغه ولايت د سرحدي پوليسو د جوړېدو له امله خلاصې پاتې دي.
ولې رازق ومنله، چې له پاکستان سره په اوږده پوله کې تر ٥٠٠ فرعي او عامه لارې شتون لري، چې وسلوال ترې د اکمالاتو او تګ راتګ لپاره کار اخلي او د سرحدي ځواکونو لپاره دا ګرانه ده، چې دغه په غرونو پوښلې اوږده پوله په دقيقه توګه وڅاري.
دى وايي: ((اوسمهال حکومت او ناټو په ګډه پر دې کار کوي، چې څنګه کېدلى شي دغه پوله په بشپړه توګه وساتل شي.))
خو هغه خبر ورکړ، چې تر راتلونکيو دوو کلونو پورې به سرحدي ځواکونه په بشپړه توګه د دغې اوږدې پولې د ساتلو جوګه شي او د ترهګرۍ ضد جګړه به په تدريجي توګه له کليو او ښارونو څخه د ګډې پولې څنډو ته ولېږدول شي.
د کندهار د عمومي امنيت ساتنې په اړه جنرال رازق وويل، چې په کابل کې يې د کورنيو چارو له وزير سره خبرې کړي او ډېر ژر به په هغو ولسواليو کې، چې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل پکې کم او يا هيڅ نشته، د سيمه ييزو پوليسو ځواک جوړ کړي.
هغه دغه راز وويل، چې د ښورابک، رېګستان او سپين بولدک ولسواليو تر منځ لارې يې له ماينونو پاکې کړې او د تېرو دوو مياشتو را په دې خوا يې پکې ١٧ امنيتي پوستې جوړې کړې دي.
نوموړي په کندهار کې د جوماتونو د هغو ملا امامانو په اړه، چې خلک د حکومت پر ضد را پاروي، وويل: ((يو هغه کسان دي، چې دېرش پنځه دېرش کلونه مخکې پاکستان ته مهاجر شوي او اوس راغلي دلته ملايي کوي، هغوى د هغه هېواد تر اغېز لاندې دي او منفي تبليغات کوي، دغه ستونزه د پولې په غاړه کې هم شته، هلته هم د جوماتونو امامان خلک په افغانستان کې د حکومت پر ضد جهاد ته هڅوي.))
څو ورځې وړاندې د ډنډ ولسوال احمد الله نازک په يوه غونډه کې ويلي و، چې په کندهار کې پاکستاني او ايراني ملايان د حکومت ضد منفي تبليغات کوي، خو د حج او اوقافو رياست په دې اړه هيڅ اقدام نه دى کړى.
جنرال رازق زياته کړه، استخبارات له حج او اوقافو رياست سره په ګډه پر دې موضوع کار کوي، په راتلونکې کې به هغه کسان په جوماتونو کې د امامت وړتيا ولري، چې خلک يې وپېژني او ضمانت يې وکړي.
نوموړي د روانې اوونيو په اوږدو کې د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال٣٢ وسله وال مخالفين وژل شوي، شپږ وژل شوي، شپږ ټيان شوي او دغه راز دوه پوليس هم وژل شوي دي.
دغه راز د ٢٠ جنايي مجرمينو تر څنګ ١١٠٠ کيلوګرامه باروت، ٤٨٤ ريمونټونه او ١٥٠ کيلوګرامه هيروئين د دوو موټرونو په ګډون نيول شوي دي.
نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې نظامي مسوولين به د خلکو له خوښې سره سم د حکومتدارۍ او امنيت چارې مخ ته وړي او که څوک د چا په اړه شکايت ولري، نوى دى به يې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
ديادونې وړ ده چې دروان لمريز کال د وږي په شپږه نېټه په کندهار ښار کې ديوه موټر په وسيله په هغه ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې جنرال رازق ټپي او ١٩ نورو ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي وو.
دا بريد د شپې په يوولسو بجو د کندهار ښار ختيځ لورې ته د لسمې حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کې شوى و.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق چې د سرحدي پوليسو د درېيم زون د درستيزوال په توګه هم دنده تر سره کوي، تر ټولو بريالى نظامي مسوول ګڼل کېږي، چې په دغه ولايت کې يې د شته امنيت او ښې رويې له امله د خلکو تر منځ ښه نوم ګټلى دى.
پر نوموړي تر دې وړاندې هم وسله وال بريدونه او چاودنې شوې دي.