ژبه

تازه خبرونه
په کندهار کې ځانمرګي بريد دوه بهرنيان او درې افغان سرتېري وژلي

کندهار ښار (پژواک ٢٢ تله ٩١): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد دوه بهرنيان او درې افغان سرتېري وژلي دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې د معروف ولسوالۍ مرکز ته نږدې د ملي امنيت پر ګزمې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملي امنيت درې سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي، خو بل چا ته په کې زياته نه دى اوښتى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ايساف يو سرتېرى او يو غير نظامي کارکوونکى وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو د ټپيانو کره شمېر يې ونه ښود.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر افغان ملي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ايساف وايي، چې ټپيان د درملنې په موخه د دوى نږدې مرکز ته لېږدول شوي او زياته کړې يې ده، چې د دې پېښې په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړې دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف وايي، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې په څه کم دوولس بجې په معروف ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ګډې ګزمې شوى دى.

د نوموړي په وينا، بريد هغه مهال ترسره شو، کله چې بهرني ځواکونه له چورلکې څخه ښکته او نږدې مرکز ته روان وو.

احمدي وايي، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه و معلوم.

ورته موضوع