ژبه

کلات ښار کې غبرګو چاودنو يو تن وواژه او ٦  نور ټپيان شوي

کندهار ښار (پژواک ٢٢ تله ٩١): د زابل د مرکز کلات ښار په دوو جلا چاودنو کې يو تن وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.

د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غبرګې چاودنې نن له غرمې مخکې د کلات ښار اړوند سيمو کې شوې دي. هغه زياته کړه، چې په دغو چاودنو کې درې پوليس ټپيان شوي، خو نور زيان يې نه درلود. د زابل د والي وياند شريف الله ناصري پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د کلات ښار د پول سنګي په سيمه کې وشوه. د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو او درې پوليس ټپي شوي دي. دى وايي، چې د چاودنې موخه د پوليسو رينجر موټر و. د والي وياند وويل، چې دويمه چاودنه د ښاروالۍ شا ته شوې چې له امله يې درې ملکي وګړي (ماشومان) ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. کلات يو له هغو ښارونو شمېرل کېږي، چې په کې د نا امنيو ډېرې پېښې نه رامنځته کېږي.

ورته موضوع