لښكرګاه (پژواك ۲۴ تله ۹۱): د هلمند چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد درې ماشومان او دوه ماين خښوونكي وژلي دي.
د ناوې امنيه قوماندان لومړي څارن احمدشاه د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر څلور بجې د دې ولسوالۍ د ټانګانو ګودر په سيمه كې ايساف پر ماين خښوونکو هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه هوايي بريد کې دوه ماين خښوونکي او د سيمې درې ماشومان وژل شوي دي.
دى وايي، چې په وژل شوو ماشومانو کې يوه کم عمره نجلۍ او دوه نور هلکان دي.
امنيه قوماندان په دې پېښه کې د ماشومانو په وژل کېدو خواشيني وښوده خو زياته يې کړه، چې وسلوال طالبان د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ هم د يادې پېښې پخلى وکړ خو په دغه بريد کې يې د درېيو ماشومانو له وژل کېدو نا خبري وښوده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې په ناوې ولسوالۍ کې درې وسلوال مخالفين وژلي، خو د ماشومانو د وژل کېدو په اړه يې ناخبري وښوده.
ايساف او د هلمند امنيه قوماندانۍ وايي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.