کندهار (پژواک ٢٦ تله ٩١): د کندهار ښاريان د برېښنا له پر له پسې نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې په دې وروستيو کې د برېښنا جريان په داسې حال کې ټکنى شوى، چې لوى اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
بلخوا چارواکي وايي، چې په د هلمند د کجکي بند د اوبو کچه ټيټه شوې او له بل پلوه د ډېزلي جنراتورونو تېل هم خلاص شوي دي.
د کندهار ښار د هرات بازار اوسېدونکى عبدالنافع وايي، چې يو خو له لويه سره دغه ولايت د برېښنا له کمښت سره مخ دى، خو په دې وروستيو کې هغه لږه شته برېښنا هم درېدلې ده.
هغه زياته کړه، له تېرو څو اوونيو راهيسې ان په څو ورځو کې يو ساعت برېښنا هم نه راځي، دغې ستونزې د خلکو ورځنى ژوند له خنډ سره مخ کړى دى.
دى وايي، د خلکو ژوند، ورځنۍ چارې او ډېر نور څه په برېښنا پورې تړلي، چې برېښنا نه وي، نو هر څه په ټپه ولاړ وي.
نافع زياته کړه: ((همدا اوس خلک د برېښنا د نشتوالي له امله په خپلو کورونو کې په ورځو ورځو اوبه نه لري او له ژوند سره تړلي نور کارونه، چې بايد وشي په سمه توګه نه شي ترسره کېدلى.))
نوموړي پر مرکزي چارواکو، په ځانګړې توګه د برېښنا پر وزير تورن اسماعيل خان نيوکه وکړه، چې د څه د پاسه لسو کلونو په تېرېدو يې بيا هم د کندها د برېښنا اساسي غم نه دى خوړلى.
د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکي اغاجان هم د برېښنا وزير تورنوي او وايي، چې هغه په خپل ولايت هرات کې د څلورويشت ساعته برېښنا امکانات برابر کړي، خو کندهار يې هېر کړى دى.
دى وايي: ((اوس ژوند د پخوا په څېر نه دى، چې له برېښنا پرته هم کېده، اوس خو ټولې چارې په برېښنا پورې تړلې، چېرې چې دغه نعمت نه وي، نو هلته اصلاً ژوند نه وي.))
د ده په خبره، افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به بهرنيان هم له هېواده ووځي، خو لا هم کندهار له اوږدمهالې برېښنا څخه برخمن نه شو.
د کندهار ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي امنيت او ثبات هم له برېښنا سره تړلى بولي او وايي، چې که دلته برېښنا سمه واى، نو نا امني به هم نه واى.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى عزت الله اميد وايي: ((که په رښتيا هم مسوولينو غوښتلى، چې دغلته امنيت سم شي، نو په تېرو لسو کلونو کې به يې خلکو ته د برېښنا اسانتيا برابره کړې واى.))
د ده په خبره، که د کندهار د برېښنا اساسي غم وخوړل شي، نو ٩٠ سلنه امنيت ورسره سمېږي، ځکه بې روزګاري ختمه او خلک پر کارونو بوختيږي.
د کندهار ښار د توپخانې يو اوسېدونکى علي احمد، چې د کاليو ګنډلو دوکان لري، وايي برېښنا داسې مهال خرابه شوې، چې د اختر را رسېدو ته يوازې څو ورځې پاتې دي.
دى وايي، د برېښنا په ډاډ يې له خلکو سلګونه جوړې کالي اخيستي، خو اوس يې د برېښنا د نشتوالي له امله جوړېدو ته فکر اخيستى دى.
د نوموړي په وينا، د هغه په څېر په زرګونو نور کسان هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د کندهار د برېښنا رياست مسوولين د خلکو شکايتونه پر ځاى ګڼي، خو وايي، چې د هلمند د کجکي د اوبو کچه ټيټه شوې او دغه راز د ډېزلي جنراتورونو تېل هم خلاص شوي دي.
د برېښنا رياست مرستيال امان الله فاروقي، چې د همدې ستونزې د هوارۍ لپاره مرکز کابل ته تللى، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د وږي له ٢٤مې څخه د ډېزلي جنراتورونو تېل خلاص شوي، دغه راز د کجکي بند د اوبو کچه هم له ٧٠ څخه ٤٩ مترو ته را ټيټه شوې ده.))
هغه زياته کړه، هغه مهال چې په کجکي کې د اوبو کچه لوړه وه، کندهار ته تر دوولسو او څوارلسو مېګاواټه برېښنا ورکول کېده، خو اوس يوازې ٦ مېګاواټه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې دغه ولايت له ١٠٠ څخه تر ١١٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، له بله پلوه د ډېزلي جنراتورونو تېل هم خلاص شوي، هغوى د تېلو د نوي قرارداد لپاره دوې مياشتې مخکې مرکز خبر کړى، خو تر اوسه يې ځواب نه دى ورکړى.
دى وايي، مرکزي چارواکو ورته ويلي، چې د تېر کال لپاره اخيستل شوي ٨ ميليونه لېتره تېل يې په بې غورۍ سوځولي، تر هغه چې په دې اړه څېړنې نه وي شوې، نوى قرارداد به وځنډول شي.
هغه په دې اړه، چې ايا رښتيا هم په دې برخه کې بې غوري شوې؟ وويل: ((زه هم نه پوهېږم، چې بې غوري شوې او کنه؛ ځکه تر ما وړاندې مسووليت د نورو کسانو وو.))
خو ده وويل، چې په دې اړه هم مرکزي چارواکي او هم ولايتي مسوولين څېړنه کوي، خو د ده هڅه دا ده، چې د اختر په ورځو کې د کندهار ښار د رڼا کولو غم وخوري.
د کندهار اوسېدونکي که څه هم له تېرو څو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه د برېښنا د جوړېدو غوښتنه کوي؛ خو لا هم دا ستونزه پر ځاى پاتې ده.
کندهار اوسمهال ټولټال ٢٦مېګاواټه برېښنا لري، په داسې حال کې چې د ټول ولايت په کچه تر ١٠٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ليدل کېږي.
د هلمند د کجکي بند له ٣٢ مېګاواټه برېښنا څخه په عادي حال کې کندهار ته ١٢ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي او نوره هلمند ولايت ته ځانګړې شوې؛ خو ١٤ مېګاواټه نوره برېښنا له ډېزلي جنراتورونو برابريږي.