ترينکوټ، کابل (پژواک، ٤ لړم ٩١): په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي چې د افغان ملي پولیسو په جامو کې یوه تن ددوی دوه سرتیري وژلي دي.
په کابل کې دیادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دلړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پيښه نن په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه چې دیوه افغان لخوا چې د ملي پولیسو جامې یې په تن وې ددوی پر سرتیرو ډزې کړې او پخپله په تيښته بریالی شوی دي.
له دې مخکې د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد اسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خاص اروزګان په امنيه قوماندانۍ کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ياد کس د پوليسو له يونيفورم نه په استفادې، هغه مهال پر بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې، چې هغوى د امنيه قوماندانۍ دننه يوې غونډې ته روان وو.
سرچينه وايي، په دې پېښه کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
د ده وينا، بريدکوونکى له ډزو وروسته په تېښه بريالى شوى، خو دوى د هغه د پيدا کولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې تراوسه د افغان ځواکونو په شاوخوا ٣٥ بريدونو کې د ناټو ځواکونو ۵۷ سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.
نن په هلمند ولایت کې هم د پولیسو او ناټو سرتیريو ترمنځ نښته کې دوه بریتانوي سرتیري وژل شوي وو.