اسلام اباد ( پژواک ۴ لړم ۹۱ ) : پاکستان وایي چې د دیورنډ کرښه د پاک – افغان منل شوې ګډه پوله ده او ددې باب بند شوی دی.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم خان دلړم په ۴مه، پخپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د ډیورنډ کرښه په نړیواله کچه د افغانستان او پاکستان ترمنځ منل شوې پوله ده او دا باب نور بند شوی دی.
نوموړي دډیورنډ کرښې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان هم درې ورځې مخکې کابل ته دسفر پر مهال وویل چې دډیورنډ کرښه امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پیژني.
دغه څرګندونې دافغانستان د و لسمشر د ویاند او بهرنیو چارو وزارت لخوا په کلکه رد شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند داهم وویل چې دسوات دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په کونړ کې پټ او په دې اړه یې افغان حکومت او ایساف ته یو لیک استولی دی.
خو د کونړ والي سید فضل الله وحیدي دغه څرګندونې په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې مولانا فضل الله په کونړ کې نشته.