ميمنه(پژواک،٥لړم ٩١) : د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په ځانمرګي بريد کې د مُلکي کسانو په ګډون د مړيو شمېره ٤٠ تنو ته ورسيده او له ٥٠ زيات کسان ټپيان دي.
دغه بريد نن سهار ٩:٣٠ بجې د ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.
د امنيتي چارواکو په وينا، د دغه ولايت والي، امنيه قوماندان او نورچارواکي له جومات څخه وتلي و، چې پلي بريد کونکي خپل واسکټ ته د تشريفاتو قطعه، چې له جومات څخه د وتلو په حال کې وه، د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چاودنه ورکړه.
دوى مخکې له دې ويلي و، چې ددې پېښې له امله ٢٢ امنيتي ځواکونه او ١٤ ملکي کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.
خو د فارياب والي محمد الله بتاش نن ترغرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ددغه ځانمرګي بريد له امله ٤٠ تنه امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي دي.
دهغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې ځينې ماشومان او ښځې، چې د جومات مخې ته د سوال لپاره راغلي وو، هم شامل دي.
بتاش ددې پېښې د ټپيانو شمېره له ٥٠ زياته وبلله او ويې ويل، چې امکان لري د ټپيانو شمېره له دې څخه هم زياته وي، ځکه چې خلکو خپل ځينې ټپيان روغتون ته نه دي ليږلي.
مړي او ټپيان د امبولاسونو او د پوليسو د رېنجر موټرو په وسيله د ميمنې ښار افغان- تُرک روغتون ته ليږدول شوي دي.
د ياد روغتون مسوول ډاکټر قاسم پارسا وويل، چې نن تر غرمې وروسته روغتون ته ٤٠ مړي راوړل شوي او دغه شمېره له دوى سره ثبت شوې ده.
نوموړي وايي، چې په وژل شويو کسانو کې ٢٠ تنه امنيتي ځواکونه او ٢٠نور د پنځو ماشومانو په ګډون، ملکي وګړي دي.
ډاکټر پارسا زياته کړه، چې روغتون ته ٥١ ټپيان هم راوړل شوي، خو له دې امله چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دى، امکان شته ، چې د مړيو شمېره له دې څخه هم لوړه شي.
د افغان- تُرک د روغتون مسوول وويل، چې دوى د ټولو ټپيانو د درملنې توان نه لري، له همدې امله انتظار باسي،هغه ټپيان چې روغتيايي حالت يې نازک دى د هوا له لارې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف روغتون ته ولېږي.
د پژواک خبريال د افغان-تُرک له روغتون څخه رپوټ راکوي، چې سربېره پر امنيتي ځواکونو، د اوو ملکي کسانو مړي ، چې په کې يو شمېر ماشومان هم شامل دي، ليدل کيږي.
د وژل شويو او ټپيانو خپلوانو د ژړا او وارخطايۍ په حال کې د خپلو خپلوانو د مړيو لټون کاوه. په دې پېښه کې لسګونه نور ملکي کسان ټپيان شوي هم دي.
نجيب الله ، چې په روغتون کې د يوه ټپي خپلوان په لټه کې و، وويل: (( زموږ څو تنه نور خپلوان ورک دي، هغوى لټوم او ويريږم، چې د مړو په منځ کې نه وي.))
هغه زياته کړه، هر چا چې دغه کار د لوى اختر په ورځ کړى، د لعنت او کرکي وړ دى او دولت بايد دوى ته سزا ورکړي.
په روغتون کې ځينې ښځې هم ليدل کېدې، چې په بدو الفاظو او د پوښتنې په بڼه يې ويل ، چې آيا کوم مسلمان په دې اختر کې داسې کار کوي؟ ، دغه ښځې هم د نورو خلکو په څېر د خپلو خپلوانو د مړيو د لټون په حال کې وې.
يو ټپي شوي سرتيري، چې په روغتون کې بستر و، وويل: (( موږ له جومات څخه د وتلو په حال کې و، چې يو تن د پوليسو په جامه کې، چې موږ فکر کاوه زموږ ملګرى دى، خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه او يو زړه بوږنونکى غږ شو.))
دغه سرتيرى زياتوي، چې وروسته بې هوښه شو او اوس ګوري ، چې په روغتون کې دى.
له بلې خوا دفاع وزارت په دغه پېښه کې د ملي اردو د درې سرتيرو وژنه مني او وايي، چې دغه سرتيري د جومات د سړک د امنيت د ټينګېدو لپاره ګومارل شوي و.
ولسمشر حامد کرزي هم دغه ځانمرګى بريد په کلکه غندلى او هغه يې د اسلام او بشريت د دښمنانو کار بللى دى.
د يادونې ده، چې د فارياب والي ادعا کوي، چې دغه بريد د وسلوالو طالبانو لخوا د هغې مرګ ژوبلې د جبران په بدل کې ترسره شوى، چې دوى ته يې ددغه ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لخوا اړولې ده.
د امنيتي چارواکو په ادعا، په هغه نښته کې، چې دوه ورځې وړاندې د پښتونکوټ په ميان دره سيمه کې رامنځته شوه، په فارياب کې د طالبانو د نومول شوي والي ، درې ولسوالانو او د شمالي ولايتونو په کچه ددوى د تنظيمه رييس په ګډون ٣٣ طالبان وژل شوي وو.
خو د ميمنې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.