ژبه

تازه خبرونه
دېر افغان سوداګر اوس د کراچۍ پر ځاى له نورو بندرونو توکي واردوي

کندهار( پژواک ٦ لړم ٩١): په پاکستان کې د شته ستونزو له امله ډېرو افغان سوداګرو د کراچۍ د بندر پر ځاى نورو بندرونو ته مخه کړې او دا کار د کندهار د ګمرک د عوايدو د کمېدو لامل شوى دى . 

 

د کندهار د ګمرک رياست مرستيال محمد شريف د يادو ستونزو په اړه پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې د روان کال په پيل کې پاکستانيو چارواکيو د شاوخوا ٧  مياشتو لپاره د ناټو ځواکونو د اکمالاتو تر څنګ د افغان سوداګرو ټرانزيټي مالونه په دغه هېواد کې وځنډول .

 

دغه ځنډ هغه مهال رامنځته شو، چې تېر کال امريکايي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه له شلو زيات پاکستاني سرتېري په يوه هوايي بريد کې ووژل.

 

د کندهار د ګمرک مرستيال وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډولو ستونزې سوداګر سخت زيانمن کړل او ګڼو سوداګرو خپله مخه له کراچۍ بندر څخه د هرات او نيمروز ولايتونو د اسلام کلا او تور غونډۍ بندرونو ته واړوله او  دې کار له پاکستان سره د په پوله پروت کندهار ولايت د ګمرک پر عوايدو بده اغېزه وکړه.

 

دى وايي چې  تېر  کال د کندهار د ګمرک عوايد دوه ميليارده او ٥٠٠ ميليونه   افغانۍ وو، خو سږ کال چې اووه مياشتې تېرېږي، د دغه ولايت ګمرک څه له پاسه يو ميليارډ افغانۍ عوايد را ټول کړي دي.

 

د ده په وينا، دغه عوايد د هغو خوراکي او غير خوراکي وارداتي توکيو له درکه لاسته راغلي، چې له پاکستان څخه راوړل شوي دي .

 

هغه زياتوي، ګڼ هغه سوداګريز توکي، چې له چين، جاپان، سينګاپور او نورو بهرنيو هېوادونو څخه د پاکستان له لارې راوړل کېدل ، اوس له دې لارې نه راوړل کېږي.

 

د دې تر څنګ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پوځ تر منځ جګړو او د تاو تريخوالي پېښو هم افغان سوداګر اړويستي، چې دغه لاره پرېږدي.

 

دغه ستونزه د دې لامل شوې، چې افغان سوداګر له کراچۍ بندر څخه مخ واړوي، ځکه د کندهار له پولې تر کراچۍ بندر پورې غځېدلى سړک د بلوچستان ايالت له نا امنو سيمو څخه تېرېږي.

 

افغان سوداګر وايي، په دې وروستيو کې پر دغه لاره د هغوى پر وړاندې ستونزې زياتې شوې، ځينې  سوداګريز مالونه يې لوټ شوي او يا هم د ناامنۍ له امله پر لاره ځنډېدلي دي.

 

په کندهار کې  يوه سوداګر حاجي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزو، په کراچۍ بندر کې د کانټينرونو ايسارولو او په بلوچستان ايالت کې ناامنيو د هغوى پر وړاندې ستونزې زياتې کړې دي.

 

دى وايي: ((د روان کال په پيل کې د څو مياشتو لپاره پاکستاني چارواکيو د افغان سوداګرو زرګونه کانټينره ټرانزيټي توکي په ناقانونه توګه ايسار کړل او ډېر هغه مالونه، چې د کارولو لنډه موده يې لرله تر وخت تېر او خراب شول، چې له امله يې سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان واوښت.))

 

هغه زياتوي، په دې وروستيو کې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د تاوتريخوالي پېښې هم زياتې شوې، چې له امله يې د کراچۍ _ کوټې لويه لاره ناامنه شوې او سوداګر زړه نه ښه کوي، چې خپل ټرانزيټي مالونه له دې لارې هېواد ته راوړي.

 

د نوموړي په وينا، اوسمهال ګڼ سوداګر خپل ټرانزيټي توکي د اسلام کلا او تورغونډۍ له لارې هېواد ته راوړي او يواځې پاکستاني مالونه  د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته را واردېږي.

 

د حاجي عبدالوهاب په نوم يوه بل سوداګر هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې په اوسنيو شرايطو کې د کراچۍ د بندر لاره د افغان سوداګرو لپاره خوندي نه ده.

 

ده زياته کړه: ((درې ورځې وړاندې زموږ يوه سوداګر، چې له چين څخه  درمل واردوي، د کراچۍ له بندر څخه ١٦٠٠ کارتنه درمل هېواد ته راوړل، چې پرلاره يې ٦٠٠ کارتنه ترې لوټ شول.))

 

د کندهار د ګمرک مرستيال هم دغه ستونزه تائيدوي او وايي، چې دغه ټول مشکلات سبب شوي، چې د  دې  ولايت د ګمرک په عوايدو کې کموالى راولي.

 

دى زياتوي، که پاکستاني چارواکي له سپين بولدک څخه تر کراچۍ بندر پورې پر غځېدلې لاره اسانتياوې برابرې کړې او د مالونو د خوندي رسېدلو تضمين شتون ولري، نو افغان سوداګر به بيرته له همدې لارې سوداګريز توکي هېواد ته وارد کړي.