ژبه

ترينکوټ ( پژواک ٩ لړم ٩١): د اروزګان د ولايتي شورا رييس نن سهار له يوې چاودنې روغ ووت.

د ولايتي شورا رييس ابراهيم آخوندزاده دلړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دى نن سهار په دهراوود ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د ترينکوټ پر لوري په دوو موټرو کې خوځېدلى و، چې د دېوانه ورخ په سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه ،چې دى او ساتونکي يې له چاودنې روغ وتلي دي، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياندفريد عايل پژواک اژانس ته چاودنه تاييد او زياته يې کړه، چې دا چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې ده.

نوموړى وايي، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ددې چاودنې مسووليت اخيستى  او زياته کړه يې ده ،چې د ولايتي شورا رييس ترې روغ وتلى دى.