ژبه

تازه خبرونه

کندهار ( پژواک ٩ لړم  ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت وايي ، چې په زابل ولايت کې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر لخوا د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه پرون د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو لخوا ټاکل شوى ولسوال  ملا امان الله له خپلو درېيو ملګرو سره پر لويه  لاره ماين خښاوه ، چې خپل ماين پرې چاودېدلى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې ملا امان الله له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى دى.

د ٢٠٥ اتل قول اردو په خبرپاڼه کې  ويل شوي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم يو طالب د ماين خښولو پر مهال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د ملي دفاع وزارت لخوا په  خپره شوې خبرپاڼه کې هم يادې پېښې تاييد شوې دي.

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع