ژبه

د هند په کلکتې ښار کې د يوه افغان جسد موندل شوى

کابل ( پژواک ٩ لړم ٩١ ) : د هندوستان په کلکتې ښار کې يو افغان، چې لس مياشتې مخکې نادرکه شوى و، تېره ورځ يې مړى موندل شوى دى.

د ((ټايمز اف او انډيا)) په نامه هندۍ رسنۍ د لړم په ٩مه، خبر ورکړى، چې دغه افغان عيسى خان نومېده او د روان زېږديز کال د جنورۍ په ٢٢مه، د هندوستان له کلکتې ښار څخه نادرکه شوى و.

سرچينې د کلکتې ښار د پوليسو د سرچينو په حواله ليکلي، چې د عيسى خان مړى پرون ديوې زړې سينما، چې له څو مياشتو څخه بنده ده، په دويم پوړ کې  موندل شوى دى.

د کلکتې پوليسو ويلي، چې دا قضيه يې ثبت کړې او په اړه يې پلټنې هم پيل کړې دي، خو تر اوسه يې دا نه ده معلومه کړې ، چې دا په خپل مرګ مړ شوى او که وژل شوى دى.

خو پوليسو زياته کړې، چې د هغه په بدن کې د وژل کېدو کومې نښې نه تر سترګو کېږي.

د وژل شوي عيسى خان د تره زوى عبدالجبار پوليسو ته ويلي ،چې هغه وژل شوى دى.

د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د هند په پلازمېنه ډيلي ښار کې هم يو افغان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوى و.

ورته موضوع