کابل (پژواک ٩لړم٩١): مشرانو جرګې د افغانستان د علماوو له شورا وغوښتل، چې د ځانمرګو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې جهاد اعلان کړي.
د مشرانو جرګې غړيو دغه غوښتنه نن په خپله عمومي غونډه کې وروسته له هغه وکړه، چې د اختر په لومړۍ ورځ په فارياب ولايت کې د اختر پر لمونځ کوونکو ځانمرګي بريد په اړه د جرګې ځينو غړيو څرګندونې وکړې.
د فارياب په بريد کې، چې تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى ، د يو شمېر پوځي کسانو په ګډون ٤١ تنه عام وګړي ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول.
په مشرانو جرګې کې د فارياب استازي سيد فرخ شاه جناب ،چې له دولتي پلاوي سره يوځاى فارياب ته تللى و، په نننۍ عمومي غونډه کې وويل ، چې ددې بريد په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
جناب وويل، چې حکومت بايد د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي، ځکه چې دولت وسلوالو مخالفينو ته د سولې بلنه ورکوي، خو هغوى د ځانمرګيو بريدونو او چاودونو له لارې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي .
ده د افغانستان د علماوو له شورا غوښتنه وکړه ، چې د ځانمرګيو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې جهاد اعلان کړي .
په ياده جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم هم وويل ، چې ځانمرګي بريدونه د دولت وسلوال مخالفين کوي او د علماوو شورا بايد نور د وسلوالو مخالفينو او ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي .
ده د علماوو له شورا وغوښتل ، چې د ځانمرګيو بريدکوونکيو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې دې جهاد اعلان کړي او ځانمرګي بريدونه دې حرام وبولي .
د قيوم په وينا، د اسلام دين هېڅ ډول ځان وژنې ته اجازه نه ورکوي او په هر ډول چې وي بايد ددې کار مخه ونيول شي.
په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل ، چې ځانمرګى بريد کول يو غير انساني عمل دى .
دى وايي : (( له ټولو خلکو سره دا يوه پوښتنه ده ، چې د علماوو شورا تر اوسه ولې د ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده .))
دى هم وايي، چې د علماوو شورا بايد هر څه ژر د ځانمرګيو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړي .
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه کې يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ، وويل ، چې د علماوو شورا نور بايد د ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتى نه شي او ووايي، چې دغه کار حرام او پر وړاندې يې جهاد روا دى .
دى وايي ،چې ديني عالمان بايد خلکو ته لارښوونه وکړي ، ترڅو له ځانمرګيو بريد کوونکو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي .
د هغه په وينا ، له دې امله چې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې پروسې مثبته پايله نه درلوده، دولت بايد په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره بل ميکانېزم غوره کړي .
ده وويل، چې د ځانمرګيو بريدونو په اړه د سعودي عربستان د ستر مفتي څرګندونې د افغانستان د علماوو د شورا لپاره سرمشق کېدلى شي .
د سعودی عربستان ستر مفتي د عرفات په ميدان کې ويلي، چې انتحار او ترور د اسلام پرخلاف ناوړه عملونه دي او هر څوک چې په دغو عملونو لاس پورې کوي هغوی د اسلام دښمنان دي.
د مشرانو جرګې ډيرو غړيو يادې خبرې تاييد کړې او د فارياب بريد يې په کلکه وغانده .
هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه د افغانستان د علماوو شورا نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.
خو د افغانستان د علماوو شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف ، چې له ولسمشر سره د فارياب تر بريد وروسته دغه ولايت ته تللى و ، هلته په يوه غونډه کې ياد شوى بريد په کلکه غندلى دى .
هغه ويلي: ” دا په هېواد کې لومړی بريد نه دی، بلکې زموږ د خلکو په ودونو، جنازو، د عاشورا په ورځ دا ډول بريدونه شوي او زموږ مسلمان هېوادوال يې شهيدان کړي دي.”
د دعوت ګوند مشر او پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف د روان کال د وږي په مياشت کې ويلي و، چې ځانمرګى بريد ناروا عمل دى او هېڅ ديني عالم د دا ډول بريد رواوالى نه شي ثابتولى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د مشرانو جرګې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د عربستان د مفتي د څرګندونو په اړه يې ويلي، چې دغه فتوا دوى ته نه ده رسېدلې .
هغه ويلي : ” داپه دين کی روښانه ده چی ځان وژنه حرامه ده او فدايي بريد، چی د جنت په طلب سره وي روا اوجوازلری.”