غزني،کندهار (پژواک ۹ لړم ۹۱) : د غزني اوکندهار ولايتونو په دوو چاودنو کې څلور ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغزني د جاغوريو ولسوالۍ ولسوال ظفر شريف د لړم په ۹ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار ددې ولسوالۍ دوه ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې پر يوې سر ګلولې يې لوبې کولې.
هغه زياته کړه ،چې دا ناچاودېدلې سرګلوله دشوروي اتحاد ديرغل له مهاله پاتې وه او پر يادو ماشومانو چاودېدلې ده.
ولسوال وايي، چې د وژل شويو ماشومانو عمرونه د ١٢ او ١٥ کلونو ترمنځ وو.
نوموړى وايي، چې په ولسوالۍ کې يې پخواني ناچاودېدلي توکي ډېر پاتې دي، خو دولت پر دې نه دى توانېدلى ، چې دا له منځه يوسي.
د هغه په وينا، له دې مخکې هم په دا ډول پېښو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يوه بل خبر له مخې، پرون په کندهار ولايت کې ديوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ،چې دوى ته د ارغستان ولسوالۍ له بالاژړ سيمې څخه څلور ماشومان راوړل شوي، چې په يوه چاودنه کې ټپيان شوي وو.
سرچينې د ټپي ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د ملکي وګړو پر يوه موټر شوې وه.
هغه زياته کړه،چې لومړى په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او پنځه ټپيان وو، خو وروسته يوه بل ماشوم هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د نوموړي په وينا، پاتې ټپيان لوى کسان وو، چې اوس په ميرويس روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بلخوا د امريکا د ځانګړو ځواکونو دکاري قوې لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بالا ژړ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې په سيمه کې سيمه ييزو پوليسو د ټپي ماشومانو لومړۍ درملنه وکړه او بيا دايتلافي ځواکونو په مرسته ميرويس روغتون ته ولېږدول شول.
ددولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه ددې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.