کابل (پژواک ١٠ لړم ٩١): د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن (د لړم ١٠مه) اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د لړم په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې حکومت د ټاکنو د يادې نېټې د اعلان هرکلى کوي.
د هغه په وينا، حکومت په ټوله مانا هڅه کوي، چې په هېواد کې ازادې، عادلانه او رڼې ټاکنې ترسره شي او خلک د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي او راتلونکى ولسمشر وټاکي.
فيضي زياته کړه، چې ولسمشر کرزي تل پر ازادو او عادلانه ټاکنو ټينګار کړى او پر عادلانه ټاکنو باور لري.
د ولسمشر وياند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د وري ١٦مه د هېواد په ډېرى سيمو کې هوا سړه او په يو شمېر سيمو کې د واورې د موجوديت له امله به خلک ونه شي کولى، چې د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ شي؟ وويل: ((زما په نظر په دې نېټه به هوا دومره بده نه وي، چې خلک دې د رايې له اچونې څخه بې برخې کړي.))
د نوموړي په وينا، د تېرو ټاکنو پر مهال وسلوالو له رايې اچوونکو څخه غوږونه او پوزې پرې کړې، خو بيا هم خلک د رايې اچونې صندقونو ته ولاړل او خپلې رايې يې وکارولې.
فيضي زياته کړه: ((زه فکر کوم څوک چې د خوښې کانديد ولري، نو هغه به په هر ډول شرايطو کې رايه ورکړي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي په کابل کې خبريالانو ته وويل، د مهالوېش له مخې به د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې د غويي په ٢٤ مه او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي.
د ده په وينا، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دويم پړاو به يې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧مه تر سره شي.