پلخمري (پژواک ١٠ لړم ٩١): دوه ماين خښوونکي، چې غوښتل يې د بغلان په مرکز کې ماين ځاى پر ځاى کړي، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، چې دغه دوه تنه تېره شپه د پلخمري ښار د باغ شمال په سيمه کې د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او يو بل ټپي دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو کسانو موخه د دولتي او ايساف ځواکونو پر وړاندې د ماين ځاى پر ځاى کول وو، خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
د بغلان امنيه قوماندان زياته کړه، چې ټپي شوى کس نيول شوى او د ماين خښولو د اصلي عاملينو په اړه ترې پوښتنې روانې دي.
سرچينې د ماين خښولو مسووليت پر وسلوالو مخالفينو واچاو، خو وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.