ژبه

د دولت د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

ميمنه (پژواک١٠ لړم ٩١): سيمه ييزو چارواکو د فارياب په پښتون کوټ او قرم قل ولسواليو کې د دولت د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد مسعود يعقوبي وويل، چې درې وسلوال طالبان داسې مهال د امنيتي ځواکونو له خو ووژل شول، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ د حلواخور په  سيمه کې يې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر طالبانو د يادې سيمې پر امنيتي پوستو بريد وکړ او نښتې د شپې تر نهه نيمو بجو دوام درلود، چې د تلفاتو پر اوښتو سربېره طالبان تېښتې ته اړ شول.

يعقوبي زياته کړه، چې د درېيو طالبانو مړي امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د يادې سيمې يوه قومي مشر طاهر رحماني وويل، چي دغه  بريد د فارياب ولايت لپاره د طالبانو سر پرست والي پلان کړى و.

نوموړي پژواک ته وويل: ((طالبان، وروسته له هغه چې د پښتونکوټ په ميان دره سيمه کې يې والي ووژل شو، هڅه کوي په دې ډول غچ اخيستونکو بريدونو سره په ياده ولسوالۍ کې د ځان لپاره مرکزونه جوړ کړي، خو امنيتي ځواکونه يې دغه ډول پلانونه شنډوي.))

د سيمې مسوولينو تېره اوونۍ ويلي وو، چې د ميان درې په سيمه کې د فارياب لپاره د طالبانو د والي مولوي يار محمد او د هغوى د درېيو ولسوالانو په ګډون يې ٣٣ وسلوال طالبان وژلي دي.

په يوه بله پېښه کې په قرم قل ولسوالۍ کې د دولت دوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

دفارياب د امنيه قومانداني مطبوعاتي مسوول وايي، دوه وسلوال طالبان هغه مهال ووژل شول چې تېره شپه يې د جنګل سيمې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، د دې نښته په ترڅ کې يې له مخالفينو څلور موټرسايکلونه، ځينې مهمات  او د راکټ څلور مرمۍ ترلاسه کړې دي.

خو د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي، چې امنيتي ځواکونه د يوې ترافيکي پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته تللي وو، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل.

د هغه په خبره، په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او د موټر سپرليو ته زيان نه دى اوښتى، خو د دوو وسلوالو له وژل کېدو وروسته هغوى کرولا موټر وسوځاوه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع