ژبه

د پوهنتونو استادان: هر کانديد د خپلې کانديدۍ لپاره بايد سل زره کارتونه ترلاسه کړي

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩١): د راتلونکو ټاکنو په اړه د پوهنتونونو استادانو وړانديز کړى، چې هر کانديد بايد له اکثرو ولايتونو څخه د خپل کانديدۍ لپاره حد اقل سل زره کارتونه ترلاسه کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رييسانو او استادانو سره په دوهمه غونډه کې د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د هغوی نظريات واورېدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا غونډه چې د تېرې غونډې په دوام نن (د لړم ١٠مه) په ارګ کې جوړه شوې، د غونډې برخه والو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه يو شمېر نظريات وړاندې کړل.

په دې نظرياتو کې راغلي، چې   د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدل يو حتمي او ضروري امر دی او بايد په خپله ټاکل شوې نېټه ترسره شي.

په يادو وړانديزونو کې زياته شوې، چې  د ولسمشرۍ لپاره هر کانديد بايد افغان، مسلمان او د افغانستان له عيني واقعيتونو او ستونزو څخه باخبره وي. هر کانديد بايد له ټول افغانستان څخه استازيتوب وکړي او له اکثرو ولايتونو څخه د خپل کانديدۍ لپاره حد اقل سل زره (۱۰۰۰۰۰) کارتونه ترلاسه کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو نظرياتو کې راغلي، چې  د افغانستان نافذ شوي قوانين د سيمې په کچه ساری نه لري، خو په کار ده چې د تطبيق په برخه کې يې لازم او عملي ګامونه پورته شي.

همدارنګه په دې نظرياتو کې زياته شوې، د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته حق ورکړی چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړي او هېڅوک نه شي کولای چې د هغوی د دغه حق ممانعت وکړي.

ورته موضوع