کابل (پژواک ١٠ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي د بهرنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ ته دنده وسپارله، چې د کابل بانک په قضيه کې تورن او د افغانستان بانک پخوانى رييس عبدالقدير فطرت له امريکا څخه راوغواړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې، چې نن (د لړم ١٠مه) له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د ولسمشر کرزي پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د کابل بانک د پورونو د تصفيې او حصول د پرمختګ څرنګوالی وڅېړل شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې چې پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه، د ولسمشر دويم مرستيال، قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست، د ماليې، سوداګرۍ او اقتصاد وزيرانو، لوی څارنوال، د افغانستان بانک رييس، د مسووليتونو د لېږد د کمېسيون رييس او د کابل بانک د پورونو د تصفيې چارواکو ګډون کړى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې لومړی د کابل بانک د تصفيې پلاوي خپل راپور وړاندې کړ.
د دغه راپور له مخې، تر اوسه پورې ۱۳۸ ميليونه ډالره له پوروړو په نغدي ډول حصول شوي، دغه راز د ۱۸۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د هېواد په دننه او بهر کې بېلابېل جايدادونه ترلاسه شوي او په ۲۱۸ ميليونو ډالرو پورونو باندې د پوروړو له خوا اعتراف شوی دی.
د دغه راپور له مخې، ۵۲۹ ميليونه ډالر اوس پاتې پيسې دي چې تر اوسه هم د اختلاف وړ دي.
په خبرپاڼه ګې راغلي، چې يادې غونډې د کابلبانک د پورونو د تصفيې او حصول له څېړنې وروسته لاندې ځينې پرېکړې وکړې:
په غونډه کې د تصفيې پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د يوې مياشتې په دننه کې دې په داخل او بهر کې ترلاسه شوي جايدادونه وپلوري او پيسې دې دولت ته ولېږدوي.
دغه راز د ماليې وزارت او د افغانستان بانک ته دنده وسپارل شوه چې له انګليسي شرکت ((کراول)) سره چې د کابل بانک د تفتيش چارې يې ترسره کړې دي، خبرې وکړي، څو دغه شرکت هغه پيسې چې له کابل بانک څخه بهرنيو هېوادونو او بانکونو ته لېږدول شوې، معلومې او د افغانستان دولت ته دې په رسمي او کتبي ډول راپور ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالقدير فطرت د راستنولو موضوع دې، چې دی هم د کابل بانک په قضيه کې تورن دی، د امريکا د متحده ايالتونو له دولت سره تعقيب کړي.
په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه، اړونده ادارې دې د هغو هېوادونو همکاري جلب کړي، چې د کابل بانک پيسې هغو ته لېږدول شوې وې او د دغو پيسو د بېرته راوړلو په برخه کې دې جدي اقدام وکړي او دغه کار دې په دوامداره توګه تعقيب کړي.
فطرت، چې د افغانستان بانک رييس و، د کابل بانک تر قضيې وروسته د ١٣٩٠ لمريز کال د چنګاښ په ٦مه امريکا ته د رسمي سفر پر مهال په ورجينيا ايالت کې د خپلې استعفا اعلان وکړ.
نوموړي هغه مهال ويلي وو، چې د کابل بانک د قضيې د څېړنو پر مهال د ځينو کړيو او اشخاصو له خوا ګواښل شوى، خو د چا نوم يې نه و اخيست.