ژبه

تازه خبرونه
د پنجوايي يو قومي مشر ووژل شو

کندهار (پژواک ١١ لړم ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې وسلوالو مخالفينو په پنجوايي ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژلى دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل احمد اسحاقزي د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى قومي مشر کاکاجان نومېده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو نوموړى پرون د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان له سيمې څخه تښتولى و.

ولسوال وايي، چې د قومي مشر کاکاجان مړى نن د سپېروان سيمې د يوه کور په يوې بندې خونه کې موندل شوى دى.

نوموړي وويل، چې ياد قومي مشر له وهولو ټکولو وروسته وژل شوى دى.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د قومي مشر د وژنې پخلى وکړ او ويې ويل، چې پوليسو په سيمه کې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د دې وژنې تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په کندهار کې له تېرو څو کلونو راهيسې د قومي مشرانو، مخورو او دولتي مامورينو او چارواکو د وژلو لړۍ پيل شوې، چې د چارواکو په وينا، تر اوسه تر ٦٠٠ زيات کسان په دې ډول پېښو کې وژل شوي دي.