کندهار ښار (پژواک ١٣ لړم ٩١): د کندهار د ډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان نن سهار له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
د ډنډ ولسوال احمدالله نازک د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په نهه بجې د ډنډ او پنجوايي ولسوالۍ ترمنځ د زنه خان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يوه ډله وسلوالو طالبانو غوښتل چې ډنډ ولسوالۍ ته ننوځي، امنيه قوماندانۍ په دې اړه راپور ترلاسه کړى و او قوماندان يې له يوې ډلې پوليسو سره يادې سيمې ته ولاړ.
ولسوال وايي، چې په ياده سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې امنيه قوماندان سمونمل رحمت الله ووژل شو او يو پوليس ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې درې وسلوال طالبان هم وژل شوي او د هغوى وسلې او مهمات پوليسو ترلاسه کړي دي.
نازک وويل، چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم د يادې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل، چې پوليسو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ډنډ د کندهار ښار سوېل ته په شپږ کيلومترۍ کې نږدې نسبي ارامه ولسوالي ده.