ژبه

تازه خبرونه
ملی امنیت د کندهار دعلماوو داصلاحي شورا مشر ‌طالبانو سره د اړیکو په تور نیولی

کندهار ( پژواک ۱۴ لړم ۹۱ ) : په کندهار ولایت کې د ملي امنیت سرچینې وایي چې  د علماوو د اصلاحی شورا مشر مولوي تورجان یې وسلوالو طالبانو سره  د اړیکو په تور نیولی دی.

د کندهار د ملي امنیت یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دلړم په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې مولوي تورجان پرون نیول شوی او د نورو پلټنو لپاره کابل ته لیږدول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې ګوندې مولوي تورجان یو ځل بیا غواړي له وسلوالو طالبانو سره یو ځای شي.

مولوي تورجان چې د وسلوالو طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و، دتیر لمریز کال په وروستیو کې دسولې له پروسې سره له یو ځای کیدو وروسته د کندهار د علماوو د اصلاحي شورا دمشر په توګه وټاکل شو.

د کندهار د سولې د شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي هم د مولوي تورجان نیول او کابل ته د څیړنو په موخه لیږل تایید کړل.

خو مولوي تورجان پژواک اژانس سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ملي امنیت لخوا د نیول کیدو راپورونه رد کړل.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د مولوي تورجان نیول رد یا تایید نه کړ.