ژبه

په کندهار کې ځانمرګي بريد درې پوليس ووژل

کندهار ښار ( پژواک ١٨ لړم ٩١ ) : په کندهار ښار کې نن سهار وخته د پوليسو پر يوې پوستې ځانمرګى بريد وشو ، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د لړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا ځانمرګى بريد نن سهار په شاوخوا پنځو بجو د يوه موټرسايکل په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړه،چې ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکيو ډک خپل موټرسايکل د ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده د يارانه مارکېټ په سيمه کې د پوليسو له يوې پوستې سره جنګولى او چاودنه يې رامنځته کړې ده.

د فيصل په وينا، په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي ، خو بل چاته زيان نه دى اوښتى.

د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى ته څلور ملکي ټپيان ، چې ټپونه يې برسېرن وو، راوړل شوي دي.

خو جاوېد فيصل په دې پېښه کې د ملکيانو ټپي کېدل ردوي او وايي، چې پېښه سهار وخته رامنځته شوې او په سيمه کې ملکي وګړو شتون نه درلود.

د غلام سخي په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى په خپل کور کې بيده وو، چې د چاودنې غږ راوېښ کړل.

نوموړى وايي، چې تر چاودنې څو دقيقې وروسته دامبولانسونو غږونه يې هم واورېدل، خو سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلا بنده وه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.