کندهار (پژواک ٢٠ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسلوالې نښتې پر مهال ٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
پېښه تېره ورځ د خاکرېز ولسوالۍ په سياګي سيمه کې شوې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو په سيمه کې وسلوالو ته کمين نيولى و او په پايله کې د نښتې له امله ٨ مخالفين ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه، له وسلوالو څخه يو شمېر وسلې، لاسي بمونه او موټرسايکلونه ترلاسه شوي او دغه راز د هغوى پنځه مړي هم په سيمه کې پاتې دي.
دى وايي، په دغه بريد کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا ملي اردو هم د پېښې پخلى کوي او وايي، چې دغه وسلوال د شپږم کلک هوډ عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو له ايساف ځواکونو سره په ګډه د يوه هوايي بريد له لارې ٨ وسلوال وژلي او د هغوى ٤ موټرسايکلونه يې ويجاړ کړي دي.
د شپږم کلک هوډ عمليات څو اوونۍ وړاندې په کندهار، اروزګان او زابل ولايتونو کې پيل شوي، چې ملي پوليس او ملي امنيت هم په کې ونډه لري.
د دغو عملياتو له لارې، چې اوس هم دوام لري، ګڼ شمېر وسلوال وژل شوي او ډېرې لارې له ماينونو پاکې شوې دي.