لښکرګاه (پژواک ٢١ لړم ٩١): د کندهار-لښکرګاه پر لويه لاره نن سهار د واده پر يوه موټر چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
دغه چاودنه نن سهار (د لړم ٢١مه) شاوخوا اته نيمې بجې د واده پر يوه ملکي ټونس موټر شوې ده.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون سرچينې وايي، چې دوى ته له يادې پېښې دوه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يو ځوان وژل شوي او دوه ښځې، چې اوس په کوما حالت کې دي، ټپيانې دي.
د هلمند د ښاروالۍ يوه کارکوونکي انجنير حبيب الله پژواک اژانس اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د ده د ورور د واده په مراسمو کې د ګډون کوونکو پر يوه موټر شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي.
د هلمند د والي وياند احمد زيرک پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه د کندهار د ميوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې رامنځته شوې؛ نو ځکه دوى يې په اړه معلومات نه شي ورکولى.
نوموړي زياته کړه، چې د دوى يو پلاوى د پېښې سيمې ته تللى و او معلومه شوه چې ياده سيمه د کندهار اړوند ده.
خو د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل بيا وايي، چې دا پېښه په ملنګ کارېز کې نه بلکې د هلمند په ساحه کې شوې ده.
په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې اته عام وګړي وژل شوي او پنځه ټپيان دي او بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د چاودنو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
نن سهار په خوست ولايت کې هم د يوې چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه ووژل شول.
دغه راز تېره اوونۍ په هلمند کې د چاودنې له امله ١٠ ملکي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي وو.