کندهار (پژواک ٢٧ لړم ٩١): د زابل د داى چوپان ولسوال وايي، چې د ولسوالۍ پوليس يې له ځينو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله ګڼ شمېر پوليس له خپلو دندو نا هيلي دي او دا وېره شته چې خپلې دندې پرېږدي.
د داى چوپان ولسوال ملک حاجي علي محمد وايي، د پوليسو لپاره تر ټولو جدي ستونزه د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى دى؛ ځکه په دې ولسوالۍ کې نه د عامو خلکو لپاره او نه هم د نظامي کسانو لپاره کوم روغتيايي مرکز شته.
نوموړې نن (د لړم ٢٧مه) له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې ادعا وکړه، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې يوه پوليس ته د اپنډيکس ناروغي پېښه شوې، خو تر اوسه يې د درملنې هېڅ غم نه دى خوړل شوى او په سخت روغتيايي حالت کې دى.
هغه زياته کړه: ((له داى چوپان ولسوالۍ څخه مرکز او نورو سيمو ته غځېدلې لارې د طالبانو په ولکه کې دي، هغوى پر دغو لارو ماينونه خښ کړي او نه شي کولى دغه پوليس تر مرکز پورې ورسوي، کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ته مو هم خبر ورکړى، خو هغوى هم په دې اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.))
ولسوال وايي، دا ډېره سخته ده، چې يو پوليس دې د خلکو او هېواد ساتلو لپاره په يوه ډېره نا امنه سيمه کې دنده ترسره کړي، خو اړوندې ادارې ان د هغوى د روغتيا غم هم نه خوري.
د هغه په خبره، دغه حالت پوليس نا هيلي کړي، که اړوندې ادارې د هغوى ستونزو ته پام ونه کړي، پوليس خپله روحيه له لاسه ورکوي او خپلې دندې پرېږدي.
نوموړي د دې ولسوالۍ د امنيتي حالت په اړه وويل، چې په ډېرو سيمو کې وسلوال طالبان فعال دي او ډېرې لږې برخې د حکومت تر واک لاندې دي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې يې له دښمن څخه ساتلې دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه ، چې له دې ولسوالۍ څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال ورسره ژمنه شوې، چې پوليسو ته به پوستې جوړېږي، خو له هغه وخته څو مياشتې تېرېږي او تر اوسه لا هم هغوى پوستې نه دې ورته جوړې شوې.
ولسوال دغه راز نيوکه وکړه، چې د سيمې عام اوسېدونکي هم د روغتيايي ستونزو له امله کړيږي، په ټوله ولسوالۍ کې نه کوم روغتيايي مرکز شته او نه د ماشومانو لپاره کوم ښوونځى.
هغه له مرکزي ادارې وغوښتل، چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو او سيمه ييزې ادارې د ستونزو د هوارۍ لپاره دې ژر تر ژره لاس په کار شي.
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري که څه هم په دې ولسوالۍ کې دغه راز ستونزې تاييد کړې، خو د پوليس له ناروغۍ يې بې خبري وښوده.
دى وايي، همدا اوس به د نظامي ارګانونو صحي ټيمونو ته سپارښتنه وکړي، چې په داى چوپان ولسوالۍ کې د ناروغ پوليس د درملنې غم وخوري.
د ده په خبره، د ستونزو په اړه د ولسوال څرګندونې تر ډېره بريده سمې دي، دغه راز ستونزې په ګڼو نورو ولسواليو کې هم شته.
ناصري زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو چې ولې نظامي ارګانونه په لوى لاس ځينو سيمو ته پام نه کوي او که ورته لاسرسى نه لري.))
د هغه په وينا، دا چې په ډېرو سيمو کې د واک د لېږد خبرې کېږي، خو امنيتي ارګانونو دا نه وي سنجولې، چې له يوې سيمې څخه د بهرنيانو تر وتلو وروسته به د پاتې کېدونکو افغان ځواکونو سرنوشت څنګه کېږي.
خو هغه ژمنه وکړه، چې د ستونزو د هواري لپاره به ولايتي اداره تر خپله وسه اقدام وکړي.
داى چوپان د ولايت د مرکز کلات ښار شمال لوېديځ ته لرې پرته ولسوالي ده او له اروزګان ولايت سره ګډه پوله لري.