کندهارښار (پژواک،٨ليندۍ٩١): دکندهار چاروکي وايې،چې په دغه ولايت کې په يوه چاودنه کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دکندهار دوالي وياند جاويد فيصل د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن ماښام شاوخوا په اوو بجو د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند د نورزو شابرج په سيمه کې شوي ده .
نوموړي زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې يو تن وژل شوى او اووه نور ټپيان دي.
جاويد فيصل وايي، چې وژل شوى يو ځانمرګى بريد کوونکى دى او په ټپيانو کې د هغه ملګرى او شپږ ملکي وګړي شامل دي.
نوموړي زياته کړه چې پېښه دموټرو په يوه ګاراژ کې رامنځته شوي ده، چې دغلته د چاودېدونکو توکيو ډک موټرسايکل درول شوى و، خو معلومه نه ده، چې اصلي موخه يې څوک و.
دوالي وياند وايې، د ځانمرګي بريد کوونکي يو ملګرى په ټپي حالت کې نيول شوى .
وياند وويل، د پېښې ټول ټپيان ميرويس روغتون ته رسول شوي، د دغه روغتون ډاکټران وايي، چې د وروړل شويو ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
په کندهار ښار کې تر اوږدې مودې نسبي ارامۍ وروسته دا لومړى ځل دى، چې د ښار په منځ کې دغسې يوه چاودنه کېږي.