کندهار ښار (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په غورک ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ٩ وسلوال مخالفين وژلي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د لېندۍ په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، تېر مازيګر د غورک ولسوالۍ د چارپوستې په سيمه کې پوليسو کمين نيولى و، چې پر مهال يې دوه وسلوال له لنډ مقاومت وروسته ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې تر نښتې وروسته د پېښې له ځاى څخه ٢ ميله کلاشينکوفونه او دوه موټرسايکلونه د پوليسو لاسته ورغلل.
د نوموړي په وينا، دويم ځل ځانګړو افغان ځواکونو د شپې له پلوه په همدې ساحه کې د وسلوالو مخالفينو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړل.
فيصل وايي، چې په دغو عملياتو کې، چې د شپې پر دوولس بجې پيل او نيم ساعت يې دوام وکړ، ٧ وسلوال مخالفين ووژل شول.
د ده په خبره، د عملياتو پر مهال ٢ ميله راکټ، ٢ ميله کلاشينکوفونه، ٣ موټرسايکلونه، يوه پايه مخابره، يو ميل هاوان او يوه اندازه لاسي بمونه ترلاسه شول.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو مخالفينو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم په دې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي وو او دوه نور ټپيان وو.