ژبه

تازه خبرونه
د کندهار د پوهنې رياست يو کارکوونکى ووژل شو

کندهار ښار (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): په کندهار ښار کې نن د پوهنې رياست يو کارکوونکى د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

د کندهار د پوهنې رييس شېراغا ساپي د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى ميرويس نومېږي او د پوهنې رياست د استخدام د څانګې کارکوونکى و. هغه زياته کړه، چې نوموړى دغه راز د کندهار پوهنتون محصل هم و او نن غرمه مهال، کله چې له کندهار پوهنتون څخه کور ته په لاره کې و، ناپېژانده وسلوالو پرې ډزې وکړې او ويې واژه. د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې ياده پېښهد کندهار ښار په نهمه ناحيه کې رامنځته شوې او بريد کوونکي، چې موټرسايکل سپاره وو، په تېښته بريالي شوي دي. د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. د يادونې ده، چې په کندهار ولايت کې تر يوې لنډې مودې وروسته د ترورونو لړۍ يو ځل بيا پيل شوه. د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې تر ٧٠٠ تنه زيات ترور شوي دي.

ورته موضوع