کندهار ښار (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې سرحدي پوليسو خپل اته ملګري مسموم کړي او بيا يې وژلي دي.
د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال محمدهاشم اغا د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د شورو اوبه په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو په يوه پوسته کې درېيو سرحدي پوليسو لومړى خپل اته ملګري مسموم کړي او بيا يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې درې نور پوليس ټپيان شوي او بريد کوونکي پوليس له سيمې تښتېدلي دي.
ولسوال وايي، د دوى پلاوي په سيمه کې پلټنې پيل کړې او تر اوسه نه ده معلومه، چې تښتېدلو پوليسو له ځان سره وسلې او مهمات هم وړي او که نه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته په يوه رالېږلي پيغام کې ادعا کړې، چې په سپين بولدک کې يې د يوه تکتيکي بريد په ترڅ کې اته پوليس وژلي او د هغوى وسلې هم طالبانو له ځان سره وړې دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د پوستې قوماندان ميري هم شامل دى.
د يادونې ده، له څه مودې ځنډ وروسته د داخلي بريدونو دا وروستۍ پېښه ده، چې رامنځته کېږي.
له دې مخکې په هلمند ولايت کې هم په دوو ورته پېښو کې يو شمېر پوليس د خپل بل پوليس ملګرو له خوا ووژل شول.